روسیې یو ځل بیا په سوریه کې د امریکا حضور غیر قانوني بللی دی. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، سرګي وشینین ویلي، دوی پخوا هم ویلي او بیا هم ټینګار کوي چې په سوریه کې د امریکا حضور غیر قانوني او د یاد هېواد د طبیعي زېرمو ځانګړې ...
Read More »خبریال فریدمن:ممکن امریکا کورنیو جګړو کې ښکېله شي
د نیویارک ټایمز مشهور کالم لیکونکی او تجربه لرونکی خبریال توماس فریدمن وایي، امریکا کې تر ټاکنو وروسته د کورنۍ جګړې احتمال خورا لوړ دی. نیویارک ټایمز د سي ان ان په حواله د نوموړي له قوله ویلي، وروسته تر هغه چې ټرمپ وویل، راتلونکو ټاکنو کې د ناکامېدو په ...
Read More »استرالیايي انسټیټیوټ: چین جوماتونه ویجاړ کړي
پرون جمعه د تلې ۴ نیټه د اسټرالیا د ستراتیژیکي پالیسۍ انسټیټیوټ ویلي چې چینايي چارواکو په شین ژیانګ ایالت کې په زرګونه جوماتونه ویجاړ کړي دي. اسټرالیايي انسټیټیوټ خبر ورکړی چې د سپوږمکۍ څخه اخیستل شوو انځورونو څخه ښکاري چې شاو خوا ۱۶ زره جوماتونه په چین کې تخریب ...
Read More »شوکت میرضیایف: ملګري ملتونه دې د افغانستان د سولې پروسه لپاره کمېټه جوړه کړي
د ازبکستان ولسمشر شوکت ميرضيايف د چهارشنبې په ورځ د سپتمبر ۲۳ (تلې۲) د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په خبرو کې وړانديز وکړ چې دغه سازمان دې د افغانستان د سولې پروسه لپاره ځانګړي کمېټه جوړه کړي. ميرضيايف د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په خپله وينا کې وويل، ...
Read More »عربي متحده امارات بهرني سیلانیاتو ته ویزه ورکوي
د عربي متحده اماراتو دولتي رسنۍ ویلي چې د پنجشنبې د ورځې سپتمبر ۲۴ (تلې ۳) څخه به بهرنیانو ته ددې هیواد ټولو اوو اماراتو ته د تګ لپاره ویزې ورکول پیل کړي. عربي متحده اماراتو د کروناویروس د خپریدو د مخنیوي په خاطر د شپږو میاشتو قرنطین وروسته دغه ...
Read More »امریکا:ایران ۱۶ میلیارده ډالر پر ترهګرۍ لګولي دي
ایران له ۲۰۱۲ز کال راهیسې ۱۶ میلیارده ډالر پر ترهګریزو فعالیتونو پانګونه کړې ده. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د حسن روحاني پر وروستیو څرګندونو غبرګون ښودلی دی. حسن روحاني د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته ویلي وو چې ارو مرو به امریکا د ایراني ملت ارادې ته تسلیمېږي. ...
Read More »باجوړ کې دوه پاکستاني پوځیان وژل شوي
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، ډېورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د خیبرپښتونخوا په باجوړ سیمه کې په یو برید کې دوه پاکستاني پوځیان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي. رسنیو د پاکستاني طالبانو د یوې خبرپاڼې په حواله راپور ورکړی دی چې په دې برید کې یې ...
Read More »یوه ښځه سپینې ماڼۍ ته په زهرو ککړ لیک د استولو په تور ونیول شوه
یوه ښځه د امریکا د متحدو ایالتونو او کاناډا په سرحد کې په دې تور نیول شوې ده چې په زهرو یو ککړ لیک یې د سپینې ماڼۍ په ادرس استولی دی. د دغې ښځې هویت لا معلوم شوی نه دی. اسوشیتډپرس وایي چې دا لیک له کاناډا څخه سپینې ...
Read More »دایران د سپاه پاسداران مشر:امریکا شړېدلې ده، ایرانیان دې بېغمه ژوند وکړي
د ایران د سپاه پاسداران ځواک مشر حسین سلامي ویلي، امریکا شړېدلې او د تل لپاره له زوره لوېدلې ده. سلامي په ایران کې یوې غونډې ته په خبرو کې زیاته کړې، امریکا اوس د پخوا په څېر په زور کې نه ده او نه شي کولی چې نورو هېوادونو ...
Read More »امریکا کېد وسله والو بریدونو پر مهال ۱۹ کسان وژل شوي
د امریکا د وسله وال تاوتریخوالي ثبت مرکز د تازه شمېرو له مخې، تېره یوه شپه او ورځ کې په امریکا کې د وسله والو بریدونو ۵۸ پېښې ثبت شوې دي چې له امله یې ۱۹ کسان وژل شوي او ۷۹ نور ټپیان دي. د یادې ادارې په وینا، دا ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس