د امریکا جمهور رئیس جو بایډن د مهاجرت او سرحدي امنیت په هکله څو اجرایي فرمانونه لاس لیک کړل چې د متحده ایالاتو او مکسیکو په پوله د جلا شویو کورنیو یوځای کول په کې شامل دي.
ددغو اجرایي فرمانونو هدف چې د سه شنبې په ورځ فبرورۍ دوهمه (سلواغې ۱۴) ناوخته لاس لیک شول د مکسیکو سره د امریکا په جنوبي پوله د تیرو څلورو کلونو د سیاستونو بدلون ګڼل شوی دی.
ښاغلي بایډن ددغو فرمانونو د لاس لیک پر وخت خبریالانو ته وویل: “زه نوي قوانین نه جوړوم. زه بدې پالیسۍ له منځه وړم.”
ښاغلي بایډن په دوو اونیو کې یواځې د مهاجرت په هکله نهه اجرایي فرمانونه لاس لیک کړي دي.
د جمهوري ریاست د پیل په لومړیو شیبو کې ښاغلي بایډن د امریکا او امریکا په پوله د ۱۶میلیارډ ډالرو په لګښت د دیوال جوړولو کار بند کړ او د مهاجرت پراخه لایحه یې د منظورۍ لپاره کانګرس ته واستوله.
یو اجرایي فرمان د یوې کاري ډلې د جوړولو لپاره دی چې هغه ۶۰۰ماشومان د خپلو کورنیو سره یوځای کړي چې په۲۰۱۷او ۲۰۱۸کلونو کې سره جلا شوي وو. ویل کیږي چې د امریکا لومړۍ میرمن جیل بایډن په دغو هڅو کې فعاله رول درلود.
په کره توګه معلومه نده چې څومره ماشومان له خپلو کورنیو جلا شوي دي؛ خو په محکمو کې د ثبت شویو مدارکو له مخې په تیرو څلورو کلونو کې شاوخوا ۵۵۰۰ماشومان له خپلو کورنیو جلا شوي دي.
د ښاغلي بایډن د حکومت مقامات وایي: “د جمهور رئیس بایډن ستراتیژي پدې فرضیې متمرکزه ده چې زمونږ هیواد د مهاجرت په یو مصوون، منظم او بشري سیستم سره د مهاجرینو هرکلی کوي، کورنۍ سره یوځای کوي او خلکو ته – هم تازه راغلیو مهاجرینو او هم هغو ته چې د څو نسلونو راپدیخوا دلته اوسیږي – اجازه ورکوي چې په پراخه توګه زمونږ سره مرسته وکړي.”
په مقابل کې د امریکا د مخکني حکومت د نوښتونو پلویان وایي چې د ښاغلي بایډن فرمانونه به د ګډوډۍ او بې قانونۍ سبب شي.
جمهور رئیس بایډن د کورنیو چارو وزارت ته امر کړی چې د تیر حکومت هغه پالیسي و ارزوي چې له مخې یې غیر مکسیکویي مهاجرین مکلف دي د محکمې تر نیټې پورې په مکسیکو کې پاته شي.
د پخواني حکومت دغه پالیسي ددې سبب شوې ده چې ۶۰زره مهاجر د مکسیکو په خطرناکو سرحدي ښارونو کې انتظار وباسي.بایډن دمخه پدغه پروګرام کې نوې نوم لیکنه بنده کړې ده خو دا یې نده مشخصه کړې چې په مکسیکو کې د منتظرو کسانو سره څه ډول چلند کول غواړي.
جمهور رئیس بایډن همداشان غواړي د امریکا د پخواني جمهور رئیس باراک اوباما د ادارې پروګرام بیرته راژوندی کړي چې له مخې یې د۱۸کالو لاندې ماشومانو ته اجازه ورکول کیږي چې په قانوني توګه د خپلو پلرونو او میندو سره د یوځای کیدو تقاضا وکړي چې په متحده ایالاتو کې اوسیږي.
د ښاغلي بایډن په امرونو کې د سیاسي پناه اخیستلو د سیستم اعاده کول هم شامل دي. جمهور رئیس ټرمپ پدې قانون کې اصلاحات راوړي وو او په امریکا کې یې د سیاسي پناه اخیستلو لپاره زمینه ډیره مشکله کړې وه.
خو ددې سره سره د مهاجرت په هکله د ښاغلي بایډن بدلونونه په محکمو کې د مختلفو ننګونو سره مخامخ شي. د هغه د جمهوري ریاست په لومړۍ اونۍ کې یو فدرال قاضي په موقتي توګه د ښاغلي بایډن فرمان رد کړ چې د ۱۰۰ورځو لپاره یې د مهاجرینو ایستل بند کړي وو.یواځې په تیرو دوو اونیو کې ۱۵تنه جمېکااو ۲۶۹تنه ګواتیمالا او هندوراس ته بیرته استول شوي دي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس