د ديورنډ کرښې پر غاړه پرته کرمه ايجنسۍ کې د پاکستان د پوځ پر يوه پوسته د وسلهوال بريد پرمهال، ګڼو پاکستاني پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. ځايي سرچينو ويلي چې بريد د کرمې ايجنسۍ اړوند په قمرمېله سيمه کې د پوځ پر پوستې شوی دی. سرچينې رسنيو ته ...
Read More »پاکستان کې پر نظامي مرکزونو د احتمالي بريدونو خبرداری ورکړل شوی
د پاکستان کورنيو چارو وزارت د پښتونخوا په شمول د دغه هېواد په ټولو ايالتونو کې مسوولانو ته د پوځ او امنيتي ځواکونو پر مرکزونو د احتمالي وسلهوالو بريدونو او چاودنو په اړه خبرداری ورکړی دی. دې وزارت ويلي چې په ټولو ايالتونو کې يې په لېکلې بڼه مسوولانو ته ...
Read More »د هند نوموتې سندرغاړې لتا منګېشکر مړه شوه
د هند بالېووډ سينما نوموتې سندرغاړې لتا منګېشکر نن يکشنبه د (سلواغې په ۱۷مه) د ممبيي په يوه روغتون کې ساه ورکړه. لتا منګېشکر د تېرې جنوري په ۱۱مه په روغتون کې بستر شوه او ډاکټرانو هغه مهال خبر ورکړی و چې په نوموړې کې يې د کرونا نښې موندلي ...
Read More »قرېشي: په افغانستان کې سوله د سيمې هېوادونو په ګټه ده
د پاکستان بهرنيو چارو زوير شاه محمود قرېشي چې د دغه هېواد د لومړي وزير عمران خان په مشرۍ د پلاوي په ترکيب کې چين تللی، د چين له چارواکو سره د افغانستان پر وضعيت هم خبرې کړي دي. نوموړي پرون د چين له بهرنيو چارو وزير وانګ يي سره ...
Read More »“د بلوڅ بېلتونپالو په دوو لويو بريدونو کې لږ تر لږ ۱۰۰ پاکستاني پوځيان وژل شوي”
د بلوڅانو د ازادۍ غوښتونکو ځواکونو تازه ادعا کړې چې تېره شپه يې د بلوچستان په پنجګور او نوشکې سيمو کې د پاکستاني پوځيانو پر کزونو لوی بريدونه کړي او خورا درنه مرګ ژوبله يې ور اړولې ده. دوی په دې اړه خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، د يادو بريدونو ...
Read More »امريکا په ختيځه اروپا کې د سرتېرو ځای پر ځای کولو اعلان کړی
د امريکا دفاع وزارت اعلان کړی چې د روسيې له لوري پر اوکراين د احتمالي بريد له امله د راپورته شويو اندېښنو رفعه کولو په موخه، د ختيځې اروپا په ځينو هېوادونو کې سرتېري ځای پر ځای کوي. د پنټاګون وياند جان کېربي پرون چهارشنبه د (سلواغې په ۱۳مه) خبريالانو ...
Read More »پر منظور پښتين د پاکستاني ځواکونو وسلهوال بريد پراخ غبرګونونه پارولي
پاکستاني پوليسو پرون چهارشنبه د (سلواغې په ۱۳مه) د بلوچستان مرکز کوټې ښار اړوند په کلاسيفالله کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين پر موټر وسلهوال بريد وکړ. پر نوموړي دغه بريد داسې مهال شوی، چې په کلاسيفالله کې د پښتون ژغورنې غورځنګ سلګونه پلويان د ارمان لوڼي ...
Read More »پوتين: امريکا د روسيې کنټرولولو لپاره اوکراين د يوه توکي په څېر کاروي
د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين وايي، امريکا او د هغې متحدان يوازې د اوکراين په برخه کې خپلې اندېښنې مطر کوي او په خبره يې هغه اندېښنې له پام غورځوي چې مسکو يې لري. نوموړي دا څرکندونې پرون سېشنبه د (سلواغې په ۱۲مه) مسکو کې د هنګري له لومړي وزير ...
Read More »ملا فضل الرحمن: طالبان د پاکستان ريښتوني ملګري دي
د پاکستان د جمعيت علماء اسلام ګوند او د دغه هېواد د ولسواک غورځنګ مشر ملا فضل الرحمن وايي، د افغانستان طالبان د پاکستان ريښتوني ملګري او دوستان دي. نوموړي پرون د بلوچستان په چمن کې يوې غونډې ته د خبرو پرمهال وويل، د پاکستان او طالبانو ملګرتيا ته پام ...
Read More »د اوکراين پر سر په ملګرو ملتونو کې د روسيې او امريکا استازو لفظي شخړه وکړه
د ملګرو ملتونو په امنيت شورا کې هغه مهال د روسيې او امريکا استازو ترمنخ لفظي شخړه رامنځته شوه، چې امريکايي لوري له اوکرين سره پر پوله د روسي ځواکونو د ځای پر ځای کېدو په اړه د امنيت شورا د ځانګړې غونډې رابللو وړانديز وکړ. په دې سازمان کې ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس