د برېتانيا بهرنيو چارو وزيري ليز ټرس يو ځل بيا په اوکراين کې پرې مېشتو برېتانويانو غږ کړی چې ژر تر ژره له دې هېواد څخه ووځي. نوموړې تازه په خپل ټوېټر کې ليکلي، هغه برېتانويان چې لا هم په اوکراين کې پاتې دي، له سوداګريزو لارو چارو په ګټنې ...
Read More »بلاول بټو: د پيپلز ګوند په مشرۍ سيند حکومت د علي وزير د خلاصون صلاحيت نه لري
د پاکستان د پيپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري وايي، که څه هم ګوند يې په سند کې د ايالتي حکومت مشري کوي؛ خو بيا هم دا واک نه لري چې علي وزير دې له زندان خوشی کړي. نوموړي دا څرګندونې پرون دوشنبه ناوخته د (کب په ۲مه) يوه خبري ...
Read More »پښتونخوا کې پر پاکستاني پوليسو چاودنه شوې
د خيبر پښتونخوا ځايي چارواکي وايي، چې په دېره اسماعېل خان کې د پوليسو پر يوه موټر بمي چاودنه شوې او په ترڅ کې يې يو شمېر پوليسو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده. که څه هم د پښتونخوا چارواکو پوليسو ته د اوښتې مرګ ژوبلې کره شمېرې نه دي ...
Read More »پوتين له اوکراين د بېلو شوو سيمو خپلواکي په رسميت وپېژنده
د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين په يوه تازه اقدام کې د اوکراين هغو سيمو خپلواکي په رسميت پېژندلې، چې د روسيې ملاتړو بېلتون غوښتونکو تر ولکې لاندې دي. پوتين پرون دوشنبه ناوخته د (کب په ۲مه) د خپل هېواد ملي امنيت چارواکو ته په يوه وينا کې ويلي، اوکراين د ...
Read More »اوکراين کې خلک د روسيې خلاف د ملي يووالي ورځ نمانځي
په اوکراين کې خلک د دغه هېواد د ولسمشر ولاديمير زيلينسکي له پرېکړې سره سم واټونو ته را وتلي او نن چهارشنبه د ملي يووالي د ورځې په توګه نمانځي. وروسته له هغې چې امريکايي چارواکو پر اوکراين د روسيې احتمالي بريد خبر ورکړ او زياته يې کړه چې روسيې ...
Read More »کراچۍ کې د ترهګرۍ ضد محکمې د علي وزير ضمانت رد کړ
پښتون ژغورنې غورځنګ غړو خبر ورکړی چې په کراچۍ کې د ترهګرۍ ضد محکمې له زندان څخه د علي وزير د خلاصون په موخه وړاندې شوی ضمانت رد کړی دی. د علي وزیر مدافع وکيل قادر خان اېډوکېټ هم رسنيو ته ويلي، چې د محکمې د تېرې پرېکړې له مخې ...
Read More »د جرمني لومړی وزير روسيې ته د لوېديځ د پيغام رسولو لپاره مسکو ته ځي
مسکو ته د لوېديخ هېوادونو د مشرانو د سفرنو په لړ کې ټاکل شوې نن سېشنبه د (سلواغې په ۲۶مه) د جرمني لومړی وزير اولاف شولز د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره د لېدنې په موخه مسکو ته لاړ شي. د نوموړي د سفر په اړه په خپرو شويو ...
Read More »امريکا خپل سفارت د اوکراين له پلازمېنې کيف څخه د دغه هېواد لوېديځ ته لېږدولی
د امريکا بهرنيو چارو وزارت اعلان کړی چې د يوې تازه پرېکړې له مخې يې د اوکراين له پلازمېنې کيف څخه خپل سفارت د دغه هېواد لوېديځ ولايت (لويو) ولايت ته لېږدولی دی. د امريکا بهرنيو چارو وزير انټوني بلېنکن د يادې پرېکړې د اعلان پرمهال ويلي، دا پرېکړه له ...
Read More »عمران خان: که له افغانستان سره په مرستو کې جديت ونه شي، نو بې ثباتي به يې پاکستان هم وځپي
د پاکستان لومړي وزير عمران خان يو وار بيا په افغانستان کې پر ناسم بشری وضعيت اندېښنه ښودلې او زياته کړې يې ده چې نړيوال د وضعيت سمولو په موخه له طالبانو سره له همکارۍ پرته بله لار نه لري. نوموړي له CNN ټلوېزيون سره په تازه مرکه کې ويلي، ...
Read More »زيلينسکي: بايډن دې د امريکا ملاتړ ثابتولو لپاره اوکراين ته سفر وکړي
د اوکراين او روسيې ترمنځ د وروستيو ناندريو په دوام سره د اوکراين ولسمشر ولاديمير زيلينسکي له خپل امريکايي سيال جوبايډن غوښتي، چې له اوکراين څخه د امريکا د ملاتړ ثابتولو په موخه دې کيف ته سفر وکړي. زيلینسکي زياته کړې، کيف ته د بايډن سفر کولی شي چې اوکراين ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس