پاکستاني چارواکو خبر ورکړی چې د دغه هېواد په پلازمېنه اسلامباد کې د پوليسو پر يوه پوسته وسلهوال بريد شوی او په کې پوليسو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده. د پاکستان کورنيو چارو وزير شېخ رشيد احمد ويلي چې بريد پرون دوشنبه د (مرغومي په ۲۷مه) دوو وسلهوالو کسانو ...
Read More »پوتين او عمران خان د افغانستان په اړه پر نږدې همکاريو سلا شوي
د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين او د پاکستان لومړي وزير عمران خان پرون دوشنبه د (مرغومي په ۲۷مه) په خپلو کې ټليفوني خبرې کړي او د يادو خبرو پرمهال يې پر افغانستان هم بحث کړی دی. د يادو ټليفوني خبرو پرمهال عمران خان ويلي، دامهال افغانستان له بشري او اقتصادي ...
Read More »سوماليې کې د چاودنې پرمهال د دغه هېواد د حکومت وياند سخت ټپي شوی
د سوماليې چارواکو خبر ورکړی چې په پلازمېنه موګادېشو کې د حکومت پر وياند محمد ابراهيم معلمي چاودنه شوې او نوموړی یې ټپي کړی دی. د سوماليې دولتي خبري اژانس د چارواکو له قوله ويلي، پر معلمي دغه بريد پرون يکشنبه د (مرغومي په ۲۶مه) شوی او زياته کړې يې ...
Read More »سبا د پاکستان ملي امنيت سلاکار په مشرۍ پلاوی کابل ته راځي
د پاکستان اېکسپرېس ټرېبيون ورځپاڼې د دغه هېواد يوې باوري حکومتي سرچينې په حواله خبر ورکړی، چې ټاکل شوې د پاکستان ملي امنيت سلاکار په مشرۍ پلاوی د سېشنبې په ورځ کابل ته لاړ شي. ورځپاڼې د سرچينې له قوله ويلي، د ياد دوه ورځني رسمي سفر موخه دا ده ...
Read More »په ټيکساس کې د وسلهوال کس له وژل کېدو سره يرغمل شوي کسان ازاد شول
امريکايي چارواکو اسوشيېټيډ پرېس اژانس ته ويلي چې د پوليسو له خوا د عملياتو په ترڅ کې د وسلهوال کس له لوري يرغمل شوي کسان بېرته روغ سلامت ازاد شوي. چارواکو ويلي، د يادو عملياتو په نتيجه کې وسلهوال کس وژل شوی او ۴ يرغمل کړي کسان يې له منګولو ...
Read More »د امريکا په ټيکساس کې وسلهوال کس يهود عبادت کوونکي يرغمل کړي
امريکايي رسنيو خبر ورکړی چې د دغه هېواد په ټيکساس ايالت کې يوه وسلهوال د يهود عبادت کوونکو پر عبادت ځای ور ننوتی او يو شمېر عبادت کوونکي يې له ځان سره يرغمل کړي دي. دغه وسلهوال وړانديز کړی چې په امريکا کې زنداني عافيه صديقي دې له زندان خوشي ...
Read More »د پاکستان مرکزي بانک د افغانستان لپاره د مرستې صندوق د خلاصولو پرېکړه رد کړه
د پاکستان مرکزي بانک د دغه هېواد د حکومت هغه پرېکړه رد کړې چې پر بنسټ يې افغانستان ته د مرستې راټولو يو صندوق بايد پرانېستل شوی وی. دې بانک ويلي، چې دا اقدام يې د پيسو پر ناقانونه لېږد او سپينولو د څار نړيوالې ادارې يا FATF اصولو ته ...
Read More »پښتين: پاکستان دې له ترهګرۍ د ملاتړ له امله، د ترهګرۍ خلاف شعار نه ورکوي
د پښتون ژغورنې غورځنګ پرون جمعه د (مرغومي په ۲۴مه) په اسلاماباد کې د دغه غورځنګ مخکښانو علي وزير، حنيف پښتين، وېس ابدال او نور نيول شوو غړو د خلاصون په موخه لاريون وکړ. په دې لاريون کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر پلويانو سربېره د پاکستان د بشري حقونو ...
Read More »عمران خان افغانستان ته د متخصصانو د لېږلو سپارښتنه کړې
د پاکستان لومړي وزير عمران خان خپل حکومت ته سپارښتنه کړې چې په افغانستان کې د بشري ناورين د کنټرول او مديريت په موخه دې، ياد هېواد ته په بېلابېلو برخو کې يو شمېر متخصصان ولېږي. نوموړي دا سپارښتنه پرون جمعه د (مرغومي په ۲۴مه) کړې ده. عمران خان زياته ...
Read More »پاکستان: د ډيورنډ پر کرښه د اغزن سيم غځولو کارونه به له طالبانو سره په موافقه بشپړ شي
د پاکستان کورنيو چارو وزير شېخ رشيد احمد وايي، پر ډيورنډ کرښه د اغزن سيم د غځولو چارې تر ډېره بشپرې شوي او يوازې پاتې لږه برخه به يې هم له طالبانو سره په موافقه بشپړه شي. نوموړي په پرون جمعه د (مرغومي په ۲۴مه) په اسلاماباد کې خبريالانو ته ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس