Home » سیمه او نړی (page 102)

سیمه او نړی

پښتونخوا کې پر پاکستاني پوليسو چاودنه شوې

د خيبر پښتونخوا ځايي چارواکي وايي، چې په دېره اسماعېل خان کې د پوليسو پر يوه موټر بمي چاودنه شوې او په ترڅ کې يې يو شمېر پوليسو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده. که څه هم د پښتونخوا چارواکو پوليسو ته د اوښتې مرګ ژوبلې کره شمېرې نه دي ...

Read More »

پوتين له اوکراين د بېلو شوو سيمو خپلواکي په رسميت وپېژنده

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين په يوه تازه اقدام کې د اوکراين هغو سيمو خپلواکي په رسميت پېژندلې، چې د روسيې ملاتړو بېلتون غوښتونکو تر ولکې لاندې دي. پوتين پرون دوشنبه ناوخته د (کب په ۲مه) د خپل هېواد ملي امنيت چارواکو ته په يوه وينا کې ويلي، اوکراين د ...

Read More »

اوکراين کې خلک د روسيې خلاف د ملي يووالي ورځ نمانځي

په اوکراين کې خلک د دغه هېواد د ولسمشر ولاديمير زيلينسکي له پرېکړې سره سم واټونو ته را وتلي او نن چهارشنبه د ملي يووالي د ورځې په توګه نمانځي. وروسته له هغې چې امريکايي چارواکو پر اوکراين د روسيې احتمالي بريد خبر ورکړ او زياته يې کړه چې روسيې ...

Read More »

کراچۍ کې د ترهګرۍ ضد محکمې د علي وزير ضمانت رد کړ

پښتون ژغورنې غورځنګ غړو خبر ورکړی چې په کراچۍ کې د ترهګرۍ ضد  محکمې له زندان څخه د علي وزير د خلاصون په موخه وړاندې شوی ضمانت رد کړی دی. د علي وزیر مدافع وکيل قادر خان اېډوکېټ هم رسنيو ته ويلي، چې د محکمې د تېرې پرېکړې له مخې ...

Read More »

د جرمني لومړی وزير روسيې ته د لوېديځ د پيغام رسولو لپاره مسکو ته ځي

مسکو ته د لوېديخ هېوادونو د مشرانو د سفرنو په لړ کې ټاکل شوې نن سې‌شنبه د (سلواغې په ۲۶مه) د جرمني لومړی وزير اولاف شولز د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره د لېدنې په موخه مسکو ته لاړ شي. د نوموړي د سفر په اړه په خپرو شويو ...

Read More »

امريکا خپل سفارت د اوکراين له پلازمېنې کيف څخه د دغه هېواد لوېديځ ته لېږدولی

د امريکا بهرنيو چارو وزارت اعلان کړی چې د يوې تازه پرېکړې له مخې يې د اوکراين له پلازمېنې کيف څخه خپل سفارت د دغه هېواد لوېديځ ولايت (لويو) ولايت ته لېږدولی دی. د امريکا بهرنيو چارو وزير انټوني بلېنکن د يادې پرېکړې د اعلان پرمهال ويلي، دا پرېکړه له ...

Read More »

عمران خان: که له افغانستان سره په مرستو کې جديت ونه شي، نو بې ثباتي به يې پاکستان هم وځپي

د پاکستان لومړي وزير عمران خان يو وار بيا په افغانستان کې پر ناسم بشری وضعيت اندېښنه ښودلې او زياته کړې يې ده چې نړيوال د وضعيت سمولو په موخه له طالبانو سره له همکارۍ پرته بله لار نه لري. نوموړي له CNN ټلوېزيون سره په تازه مرکه کې ويلي، ...

Read More »

زيلينسکي: بايډن دې د امريکا ملاتړ ثابتولو لپاره اوکراين ته سفر وکړي

د اوکراين او روسيې ترمنځ د وروستيو ناندريو په دوام سره د اوکراين ولسمشر ولاديمير زيلينسکي له خپل امريکايي سيال جوبايډن غوښتي،  چې له اوکراين څخه د امريکا د ملاتړ ثابتولو په موخه دې کيف ته سفر وکړي. زيلینسکي زياته کړې، کيف ته د بايډن سفر کولی شي چې اوکراين ...

Read More »

منظور پښتين: د علي وزير تر خوشې کېدو پورې به په سند کې پرلت دوام لري

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو او پلويانو له تېرې يک‌شنبې ورځې د (سلواغې ۲۴مې) را په دېخوا د پاکستان په سند ايالت کې له زندان څخه د دغه غورځنګ د مخکښ غړي علي وزير د خلاصون په موخه پرلت پيل کړی. د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين وايي، ...

Read More »

ټرمپ: د اوکراين وضعيت له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو پر وتلو پورې تړلی

د امريکا مخکيني ولسمشر ډونالډ ټرمپ يو وار بيا د دغه هېواد اوسني ولسمشر جوبايډ پر کړنلاره نيوکې کړي او ويلي يې دي، له افغانستان څخه د امريکا ځواکونو په بېړه ايستلو سره، بايډن روسيې ته دا جرئت ورکړ چې پر اوکراين د بريد کولو هوډ پيدا کړي. ټرمپ له ...

Read More »