Home » افغانستان (page 75)

افغانستان

یوناما: طالبانو خبر راکړ چې افغانستان کې په ملګرو ملتونو کې ښځو ته د کار اجازه نه ورکوي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر (یوناما) وايي چې طالب مقاماتو خبر ورکړی دی چې هېڅ یوې ښځې ته اجازه نشته چې په افغانستان کې له ملګرو ملتونو سره کار وکړي او دا پرېکړه به عملي کېږي. یوناما پرون چهارشنبه اپریل پنځمه (وري۱۶) په یوې اعلامیې ...

Read More »

یوناما له خپلو کارکوونکیو غوښتي، څو دفترونو ته دې نه راځي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما به نن په کابل کې د طالبانو له چارواکو سره خبرې وکړي څو په دې اړه چې ولې یې د دې ماموریت ښځینه کارکوونکي په دې هېواد کې له کار کولو منع کړي، وضاحت ورکړي. ملګرو ملتونو پرون سې شنبې ...

Read More »

خلیلزاد: طالبان دې د دوحې خبرو کې پر خپلو ژمنو عمل وکړي

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د یوناما پر ښځینه کارکونکیو د کار بندیز په غبرګون کې ویلي، افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفترونو کې د ښځینه کارکوونکیو د کار بندیز په اړه د طالبانو دا پرېکړه غلطه ده. ده پر ټویټر لیکلي: “دا ...

Read More »

ملګري ملتونه: ‘افغانستان کې د یوناما پر ښځینه کارکوونکیو بندیز به اړمنو افغانانو ته زموږ پر مرستو اغېز وکړي’

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ دفتر یوناما په یوه ټویټر پیغام کې ویلي، په ننګرهار ولایت کې د دوی په دفتر کې د ښځینه کارکوونکو د فعالیت مخه نیول شوې ده. د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش ویلي، د افغانستان ننګرهار ولایت کې د خپلو افغان همکارانو د ...

Read More »

روانه میاشت سمرقند کې د افغانستان په اړه غونډه جوړیږي

ټاکل شوې چې د روانې میلادي میاشتې په نیمايي کې د افغانستان ګاونډي هېوادونه او روسیه په ازبکستان کې د افغانستان په اړه غونډه وکړي. د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی وايي، په دې غونډه کې به د افغانستان پر مهمو پېښو خبرې وشي. ټاس خبري اژانس د افغانستان ...

Read More »

بهر ته له تللو ډاکټرانو څخه د روغتیا وزارت غوښتنه

د عامې روغتیا سرپرست وزیر له بهر مېشتو افغان ډاکټرانو غوښتي چې هېواد ته راشي او د افغانانو خدمت وکړي. نوموړی وايي، سرپرست حکومت ټولو هغو بهر مېشتو ډاکټرانو ته چې غواړي هېواد ته راشي د راتګ ټول لګښتونه پر غاړه اخلي. د عامې روغتیا سرپرست وزیر له یو شمېر ...

Read More »

د هلمند سېند اوبو په تړاو د ایراني چارواکیو تازه څرګندونې

د ایران د چاپېریال ساتنې ادارې مشر علي سلاجقه ویلي د هلمند سېند اوبو کې د ایران د حق تر لاسه کول د روان کال لپاره د دې ادارې یو مهم لومړیتوب دی او په همدې لړ کې به په نژدې راتلونکې افغانستان ته سفر وکړي. نوموړي داسې مهال دا ...

Read More »

وردګو کې د ماین چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوي

په میدان وردګو کې د یوې پخوانۍ ناچاودې مرمۍ د چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوي. د میدان وردګو امنیې قوماندانۍ ویاند یوسف اسرار وایي، دغه پېښه پرون د دې ولایت د سیداباد تنګي دره کې رامنځ‌ته شوې او په پایله کې یې یو خور او ورور وژل شوي ...

Read More »

د خوړو نړیوال پروګرام: افغانستان د قحطۍ تر ټولو لوړ خطر سره مخ دی

د خوړو نړیوال پروګرام یا ډیبلیو اېف پي وايي، افغانستان په تېرو ۲۵ کلونو کې د قحطۍ تر ټولو لوړ خطر سره مخ دی. دغه سازمان لیکلي، تېره میاشت یې هغو کسانو ته چې د پلان له مخې یې باید د ژوند ژغورلو بشري مرستې ورکړې وای، له څلورو درې ...

Read More »

جرمني د افغان کډوالو د منلو بهیر د لنډ مهال لپاره درولی

جرمني په یوه کمساري ګام سره دې هېواد ته د ورتلونکو افغانانو د وېزو د ورکړې بهیر ځنډولی. د جرمنۍ مجلې شپېګل له لوري خپاره شوي یوه رپوټ کې ویل شوي، د جرمني د بهرنیو چارو وزارت په ټولیز ډول د افغانانو د کډوالۍ چاره له سره ارزوي. شپیګل ته ...

Read More »