Home » اړیکی » افغانستان کې د ښځو او نجونو په اغېزمن ګډون د ملګرو ملتونو ټینګار

افغانستان کې د ښځو او نجونو په اغېزمن ګډون د ملګرو ملتونو ټینګار

ملګري ملتونه وایي چې افغان مېرمنې او نجونې باید د ژوند په ټولو برخو کې په اغېزمنه او بشپړه توګه ګډون ولري.

ملګرو ملتونو په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې انتونیو ګوترش، د تېرې اوونۍ د دوحې په غونډه کې یو ځل بیا د افغان نجونو او ښځو د زدکړو ځنډېدو پر پرېکړې د بیاکتنې غوښتنه کړې ده.

له بلې خوا، په افغانستان کې د چین ځانګړی استازي، یوشیائونګ په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د دوحې په غونډه کې یې په افغانستان کې د معتدلې حکومتولۍ پر جوړښت او د ښځو او نجونو د زدکړو پر پیلېدو ټینګار کړی دی.

د هغه په وينا، په دې ناسته کې چين او يو شمېر نورو هېوادونو د افغانستان په بيارغونه کې د امريکا پر اصلي مسووليت، د يو اړخيزو بنديزونو په لرې کولو او د مرکزي بانک د بهرنيو اسعارو د زېرمو پر خلاصون ټينګار کړی دی.

د دوحې غونډه د همدې میاشتې په ۱۸ او ۱۹ مه د ملګرو ملتونو د عمومي منشي، انتونیو ګوترش په کوربه‌توب د ۲۷ هېوادونو او نړیوالو بنسټونو د استازو په حضور کې وشوه.

بلخوا د ا.ا مسوولانو د دوحې په غونډه کې ګډون نه و کړی او دا غونډه یې بې‌ پایلې بللې ده.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

له ایران څخه څه باندې دوه زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

د کډوالو چارو وزارت وايي، ...