د زدکړو د فعال مطیعالله ویسا د نیول کېدو نن دویمه ورځ ده، خو لا یې هم د ځایځایګي په باب معلومات نهشته. د هغه ورور عطا الله ویسا له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، طالبانو یې دوه نور نیول شوي وروڼه پرون خوشې کړي، خو خپله مطیعالله ویسا ...
Read More »امریکا: هېڅ هېواد د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې پلان نه لري
د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافېره او سرپرسته وايي، د نړۍ هېڅ هېواد اوسمهال پلان نه لري چې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني. د افغانستان لپاره د متحدوایالتونو د سفارت شارژدافېره او سرپرسته کرن ډیکر وايي، که څه هم یو شمېر هېوادونو په دې وروستیو کې د ...
Read More »داعش په کابل کې د پروني خونړي برید مسوولیت منلی
د اسلامي دولت ډلې د خراسان څانګې یا داعش په کابل کې د پروني خونړي برید مسوولیت منلی دی. رویټرز اژانس تېره شپه ناوخته د داعش د ټیلګرام چېنل په حواله دا خبر ورکړی دی. په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت د ودانۍ مخې ته په پرونۍ چاودنه کې ...
Read More »ملګرو ملتونو د ښوونې د برخې فعال مطيع الله ويسا د “خونديتوب” غوښتنه کړې
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندويه ماموریت (یوناما) له سرپرست حکومته غوښتي چې د مدني فعال او د “قلم لار بنسټ” د مشر مطیع الله ویسا د نیولو دلیل روښانه کړي. یوناما نن (د مارچ پر ۲۸مه) پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې طالبان دې “د ویسا ځای ځایګی هم معلوم ...
Read More »سرپرست حکومت ۱۴ هېوادونو ته ډیپلوماتان لېږلي دي
د افغانستان سرپرست حکومت وايي، دوی تر اوسه ۱۴ هېوادونو ته خپل ډیپلوماتان لېږلي او هڅې روانې دي چې د نورو ډیپلوماتیکو مرکزونو کنټرول هم ترلاسه کړي. د سرپرست حکومت ویاند ویلي چې د تېر حکومت ډیپلوماتان له بهرنیو چارو وزارت سره په همغږۍ خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي. نوموړي ...
Read More »تېر کال ۱۱ ميليارده افغانۍ عواید له حیرتان ګمرک څخه ترلاسه شوي
د بلخ ولایت د حیرتان د ګمرک رییس وايي، چې په تېر ۱۴۰۱ کال کې یې څه باندې ۱۱ میلیارده افغانۍ عواید د ګمرګ له لارې ترلاسه کړې دي چې ۱۴۰۰ کال په پرتله ۵۷ سلنه زیاتوالی ښيي. نوموړی زیاتوي چې د دې عوایدو ډېره برخه د وارداتو له لارې لاسته ...
Read More »اروپايي ټولنه: د افغانستان په سوله او ثبات کې د ګاونډیو ونډه مهمه ده
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی وايي، د افغانستان ګاونډیان د دې هېواد په سولې او ثبات کې مهمه ونډه لري. د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی توماس نیکلاسن په دې هېواد کې د سولې و ثبات د ټینګښت په برخه کې د ګاونډیو او سیمې ...
Read More »په کونړ کې د یوه کور د چت پرېوتو پېښه کې ۳ کسان مړه شوي
د کونړ په شیګل ولسوالۍ کې تر سخت اورښت وروسته د یوه کور د چت د پرېوتو په پېښه کې ۳ وړې نجونې مړې شوې دي. په کونړ کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې اداره وايي، دغه چت سهار وختي درې بجې پرېوتی، چې په نتیجه کې یې ...
Read More »خلیلزاد: د ښځو د لوړو زدهکړو ځنډولو اراده لنډمهالې نهده
د افغانستان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي د ۱۴۰۲ کال د کانکور په ازموینه کې د نجونو د ګډون د منع کېدو په غبرګون کې ویلي، دا پرېکړه څرګندوي چې د ښځو د لوړو زدهکړو ځنډولو اراده لنډمهالې نهده. نوموړي پر ټویټر لیکلي، دا پرېکړه دا هم په ...
Read More »هېواد کې د اورښتونو له امله د ځینو ولایتونو لارې بندې شوي
ټولګټو چارو وزارت وايي، د تېرې ورځې راپدېخوا د درنو واورو ورېدو له امله د یو شمېر ولایتونو لارې د ترافیکو د تګ راتګ پر مخ بند شوې دي. د ټولګټو وزارت ویاند حمیدالله مصباح ویلي چې یادې مواصلاتي لارې په بامیان، سرپل، بلخ او فراه ولایتونو کې د واورې ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس