ملګرو ملتونو اعلان کړی، ټاکل شوې چې د یاد سازمان امنیت شورا سبا دوشنبه د کب ۷مه د افغانستان په اړه ناسته وکړي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د خپلو پروګرامونو په لړلیک کې لیکلي چې دا غونډه به د امریکا پر وخت سبا له غرمې مخکې په «ځانګړي» ډول ترسره شي.
ټاکل شوې چې دا به د ملګرو متلونو د عمومي منشي، انتونیو ګوترش په کوربهتوب د دوحې له غونډې وروسته د افغانستان په اړه لومړۍ ناسته وي.
د یادولو وړ ده د افغانستان په اړه دوحې غونډه تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو د عمومي منشي او د بېلابېلو هېوادونو د ځانګړو استازو په ګډون د افغانستان په اړه وشوه او په هغه ناسته کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی ونه ټاکل شو.