Home » سیمه او نړی (page 78)

سیمه او نړی

بوريس جانسن بيا د برېتانيا لومړي وزير څوکۍ ته د نوماندۍ هڅې پيل کړي

برېتانوي رسنيو راپور ورکړی، چې د دې هېواد مخکيني لومړي وزير بوريس جانسن يو وار بيا هڅې پيل کړي، څو بيا د محافظه‌کار ګوند مشري او د برېتانيې د لومړي وزير مسووليتونه په غاړه واخلي. د راپورونو له مخې، په همدې موخه جانس د کارابين له رخصتيو بېرته لندن ته ...

Read More »

عمران خان پر پلويانو له لاريونو د تېرېدنې او اسلام‌اباد ته پر اعتراضيه تګ د چمتووالي غږ کړی

وروسته له هغې چې د پاکستان ټاکنو کمېسيون د دې هېواد مخکينی لومړی وزیر او تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان نااهله اعلان کړ، ورسره سم د نوموړي زرګونه پلويان په خيبر پښتونخوا، پنجاب، بلوچستان او سند کې واټونو ته د لاريونونو په موخه را ووتل. لاريون کوونکو د مخکيني ...

Read More »

پاکستان: افغانستان کې له بدلون وروسته پاکستان د ترهګرۍ له خطر سره مخ شوی

د پاکستان د سولې مطالعاتو انسټېټيوټ په خپل تازه راپور کې چې ډان ورځپاڼې خپور کړی ويلي، افغانستان کې د طالبانو له بيا ځلي واک ته رسېدو سره په پاکستان کې ترهګريز بريدونه زيات شوي دي. د ياد انسټېټيوټ د موندنو له مخې، د تېر ۲۰۲۱ کال د اګسټ له ...

Read More »

پوتين له اوکراين په نيول شوو څلورو سيمو کې مارشلا اعلان کړې

د روسيې ولمسشر ولاديمير پوتين د اوکراين په څلورو هغو سيمو کې مارشلا اعلان کړې، چې تېره مياشت يې په خپله خاوره کې الخاق کړي دي. نوموړي پرون چهارشنبه ناوخته د (تلې په ۲۷مه) د ملي امنيت شورا ناستې ته ويلي چې په خېرسون، ډونېڅک، لوهانسک او زاپورېژيا کې يې ...

Read More »

امريکا: د ټي‌ټي‌پي او نورو توندلارو ډلو پر ضد اقدامات د پاکستان زمواري ده

امريکايي چارواکو په پښتونخوا او قبايلي سيمو کې د نااميو وروستيو پېښو ته په اشارې سره ويلي، چې دغلته د ترهګرۍ خلاف عمل د پاکستان مسووليت دی. د امريکا بهرنيو چارو وزارت د وياند مرستيال وېډنټ پټېل خبريالانو ته ويلي، چې پاکستان بايد د خپل مسووليت له مخې د تحريک ...

Read More »

هند راتلونکی کال په پاکستان کې د کرکټ اسيا جام سيالۍ تحريم کړې

د هند کرکټ بورډ اعلان کړی، چې ملي لوبډله به يې په راتلونکي ۲۰۲۳ زېږديز کال کې په پاکستان کې د ترسره کيدونکي اسيا جام سيالۍ ونه لوبوي. له دې وړاندې ځينو رسنيو داسې ناتائيد شوي راپورونه خپاره کړي وو، چې کواکې د هند کرکټ بورډ نه غواړي ملي لوبډله ...

Read More »

نيکول پاشينيان: اذربايجاني سرتيرو بيا پر ارمني سرتېرو بريد کړی

د ارمنيا لومړي وزير نيکول پاشينيان ادعا کړې، چې د اذربايجان سرتېرو پرون چهارشنبه د (تلې په ۶مه) يو وار بيا په ګډه پوله کې پر ارمني سرتېرو بريد کړی دی. نوموړي زياته کړې د بريد پرمهال اذربايجاني سرتېرو پولې ته څېرمه سيمه په درنو وسلو ويشتې او مالي زيانونه ...

Read More »

امريکا: پر عراق د ايران وروستی بريد د دې هېواد د حاکميت نقض دی

امريکا د ايران هغه هوايي بريد غندلی، چې پرون چهارشنبه د (تلې په ۶مه) يې د عراق په خاوره کې دننه پر کرد ميشته سيمه کړی دی. د امريکا بهرنيو چارو وزارت وياند نېډ پرايس په دې اړه ويلي، چې د ايراني ځواکونو پروني هوايي بريد کې ملکي وګړي وژل ...

Read More »

پاکستان کې پر چينايي وګړو د بريد له امله يو تن وژل شوی او دوه نور ټپيان دي

د پاکستان سند ايالت په کراچۍ کې پرون چهارشنبه د (تلې په ۶مه) د چينايي وګړو پر يوه روغتيايي کلينيک وسله‌وال بريد شوی، چې په ترڅ کې يې يو چينايي وګړی وژل شوی او دوه نور ټپيان دي. د پاکستان ډان ورځپانې د راپور له مخې، وسله‌وال بريدګر لومړۍ د ...

Read More »

شمالي وزيرستان کې ځانمرګي بريد ۲۱ پاکستاني پوځيانو ته مرګ ژوبله اړولې

د شمالي وزيرستان په ميرعلي کې پرون سې‌شنبه د (تلې په ۵مه) د پاکستاني پوځيانو د موټرو پر کاروان ځانمرګی بريد شوی او په ترڅ کې يې ۲۱ پوځيانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو راپورونه ورکړل شوي دي. د پاکستان پوځ که څه هم د ياد بريد په اړه څه ...

Read More »