Home » اقتصادی (page 41)

اقتصادی

امريکا: افغانستان ته د نغدو مرستو لېږلو لپاره له ملګرو ملتونو سره په ګډه کار کوو

امريکايي چارواکو ويلي چې په افغانستان کې اقتصادي وضعيت ته په پام سره، هڅه کوي څو له ملګرو ملتونو سره په ګډه داسې لارې چارې پيدا کړي څو پرې افغانستان ته نغدې مرستې ولېږي. دا څرګندونې د امريکا بهرنيو چارو وزير نېډ پرايس پرون ناوخت د (لېندۍ په ۳۰مه) واشنګټن ...

Read More »

ترکي سوداګر په افغانستان کې پانګونه کوي

د ترکيې چارواکو خبر ورکړی چې په نږدې راتلونکي کې به يې سوداګر او پانګوال په افغانستان کې پانګونه وکړي او دغلته به خپلو فعاليتونه پيل کړي. دا څرګندونې د ترکيې بهرنيو چارو وزير مولود چاووش اوغلو په اسلام‌اباد کې د اسلامي همکاريو سازمان د غونډې په څنډه کې، د ...

Read More »

د اسلامي همکاريو سازمان د افغانستان لپاره د بشري مرستو صندوق جوړوي

د افغانستان په اړه د اسلامي همکاريو سازمان غونډه کې چې پرون يک‌شنبه د (لېندۍ په ۲۸مه) تر ناوخت يې د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌باد کې دوام درلود، پرېکړه شوې چې د افغانستان لپاره دې د بشري مرستو رسولو په موخه يو مالي صندوق رامنځته شي. د ياد سازمان د ...

Read More »

متقي: د امريکا له لوري د افغانستان شتمنۍ کنګل ساتل بحران زياتولی شي

د بهرنيو چارو سرپرست وزير اميرخان متقي وايي، د امريکا له لوري د افغانستان شتمنۍ کنګل ساتنې زيان يوازې او يوازې افغان ولس ته رسي او په خبره يې دا کار د امريکا له لوري د بشري حقونو نقض دی. نوموړي چې نن يې په اسلام‌اباد کې د اسلامي همکاريو ...

Read More »

سعودي عربستان له افغانستان سره د ۱ مېليارد ريال مرستې اعلان وکړ

د سعودي عربستان بهرنيو چارو وزير فيصل بن فرحان د خپل هېواد په استازولۍ له افغانستان سره د ۱ مېليارد سعودي ريال چې لږ تر لږه ۲۶.۶ مېليونه ډالر کېږي، د مرستې اعلان وکړ. نوموړي دغه مرسته په اسلام‌اباد کې د اسلامي همکاريو سازمان غونډې پرمهال اعلان کړې او زياته ...

Read More »

شهزاده سرای کې ۲۱ کسيزه ډله نيول شوې چې ډالر يې قاچاق کول

اسلامي امارت خبر ورکړی چې د صرافيو په لوی ماکېټ شهزاده سرای کې يې د ډالرو د قاچاقبرو يوه ۲۱ کسيزه ډله نيولې او په خبره يې دې ډلې غوښتل ډالر پاکستان ته قاچاق کړي. دا خبر د کابل امنيه قومندانۍ وياند جنرال مبين هم په خپل ټوېټر خپور کړی ...

Read More »

کابل کې يو ډالر تر ۹۴ افغانيو ته ښکته شوی

د افغانيو پر وړاندې د امريکايي ډالر نزولي حالت په ترڅ کې چې له پرون چهارشنبې راهيسې پيل شوی، نن پنج‌شنبه د (لېندۍ په ۲۵مه) يو ډالر د ۹۴ افغانيو په مقابل کې تبادله شو. له پرون راهيسې د افغانيو پر وړاندې د ډالر ارزښت نزولي حالت غوره کړی او ...

Read More »

چينايي چارواکي: له افغاستان سره به د چين بېړنۍ بشري مرستې دوام ولري

چينايي چارواکو خبر ورکړی چې په افغانستان کې بشري وضعيت په کتو به، د چين له لوري افغانستان سره بېړنۍ بشري مرستې د راتلونکي لپاره هم دوام ولري. د چين بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ وينګبېنګ نن چهارشنبه د (لېندۍ په ۲۴مه) ويلي، چين او افغانستان په سيمه کې د ...

Read More »

امريکا له افغانستان سره د ۴۷۴ ميليونه ډالرو په اندازه بشري مرسته اعلان کړه

د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي توماس وسټ خبر ورکړی چې هېواد يې له افغانانو د بشري مرستو په لړ کې، د ۴۷۴ ميليونه ډالرو په اندازه نوره مرسته هم کوي. نوموړي دا خبر په خپل ټوېټر کې ورکړی او ويلي يې دي، چې د امريکا متحده ايالات د ...

Read More »

يوناما: ملګري ملتونه له افغانانو سره مرستو ته ژمن دي

په کابل کې د ملګرو ملتونو سياسي دفتر يا يوناما خبر ورکړی چې دغه سازمان له افغانستان سره په اقتصادي او بشري برخو کې مرستو ته ژمن دی. يوناما په دې اړه خپل ټوېټر کې ويلي، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو عمومي منشي ځانګړې استازې ديبورا لاينز پرون دوشنبه ...

Read More »