د پاکستان د روغتيا، ملي خدمتونو او همغږۍ وزارت خبر ورکړی چې له افغانستان سره د بشري مرستو په لړ کې يې، يو تخنيکي او روغتيايي تيم کابل ته رالېږلی څو د دغه وزارت په خبره په افغانستان کې ۳ روغتونونه له تخنيکي پلوه په نسبي توګه تجهيز کړي.
دې وزارت زياته کړې، ياد ۳ هغه روغتونونه دي چې د پاکستان دولت له لوري تمويلېږي او په ننګرهار، کابل او لوګر کې موقعيت لري.
د پاکستان اېکسپرېس ټرېبيو په دې اړه خپاره کړې راپور کې ويلي، په دې تجهيزاتو کې د ناروغانو بېرني حالت د کنټرولولو او دغه راز د درملو د خوندي ساتنې وسايل موجود دي.
په راپور کې د يادو نصبېدونکو وسايلو ارزښت ۲ مېليارده پاکستانۍ کلدارې ښودل شوی دی چې يوه اندازه وسايل يې موده وړاندې افغانستان ته راوړل شوي او نصب شوي دي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس