Home » اقتصادی » عربستان ته د افغانستان په صادراتو کې دوه برابره ډېروالی راغلی
رویداد خبري آژانس

عربستان ته د افغانستان په صادراتو کې دوه برابره ډېروالی راغلی

په سعودي عربستان کې افغان سفارت ویلي سره له دې چې د کرونا وبا خپره شوې وه خو افغان سوداګرو د ۲۰۱۹ز کال په پرتله په ۲۰۲۰ز کال کې سعودي عربستان ته دوه برابره صادرات لرلي دي.

د سعودي عربستان رسمي شمېرې ښيي چې افغان سوداګرو په ۲۰۱۹ز کال کې د ۱۳،۲۸ میلیونو ډالرو به ارزښت صادرات لرل، خو دا شمېره په ۲۰۲۰ ز کال کې ۲۸،۵۶ میلیونه ډالرو ته لوړه شوې ده.

بلخوا ټاکل شوې چې په روان میلادي کال کې دا شمېره تر ۴۵ میلیونو ډالرو واوړي. سعودي عربستان ته د افغانستان صادرات تر ډېره قالین، زعفران، وچه میوه او دې ته ورته توکي تشکیلوي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

تېرو ۱۱ میاشتو کې د افغانستان او قزاقستان د سوداګري زیاتوالی

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ...