په سعودي عربستان کې افغان سفارت ویلي سره له دې چې د کرونا وبا خپره شوې وه خو افغان سوداګرو د ۲۰۱۹ز کال په پرتله په ۲۰۲۰ز کال کې سعودي عربستان ته دوه برابره صادرات لرلي دي.
د سعودي عربستان رسمي شمېرې ښيي چې افغان سوداګرو په ۲۰۱۹ز کال کې د ۱۳،۲۸ میلیونو ډالرو به ارزښت صادرات لرل، خو دا شمېره په ۲۰۲۰ ز کال کې ۲۸،۵۶ میلیونه ډالرو ته لوړه شوې ده.
بلخوا ټاکل شوې چې په روان میلادي کال کې دا شمېره تر ۴۵ میلیونو ډالرو واوړي. سعودي عربستان ته د افغانستان صادرات تر ډېره قالین، زعفران، وچه میوه او دې ته ورته توکي تشکیلوي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس