Home » فرهنګی او ټولنیز » په کابل کې د ‘افغانستان د بیان ازادۍ کور’ په نوم یو بنسټ جوړ شو
رویداد خبري آژانس

په کابل کې د ‘افغانستان د بیان ازادۍ کور’ په نوم یو بنسټ جوړ شو

د افغانستان د رسنیو ځینو خبریالانو او مسوولانو د افغانستان د بیان ازادۍ کور په نوم یو بنسټ جوړ کړ.

دغه بنسټ پرون شنبې په ورځ (د وري ۲۸مه نېټه) په خپله لومړۍ ناسته کې د سولې پروسې په پای کې د خبریالانو او د بیان د ازادي د خوندیتوب غوښتنه وکړه.

د افغانستان د بیان ازادۍ کور په خپله خبرپاڼه کې د خبریالانو په وړاندې د شوي تاوتریخوالي او وژنو د پېښو څېړنه هم غوښتې ده.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د روان میلادي کال په لومړیو کې ویلي وو چې په قطر کې د ۲۰۲۰م کال په سپټمبر میاشت کې د سولې مذاکرو له پیل سره جوخت په افغانستان کې د خبریالانو په وړاندې زورزیاتی زیات شوی دی.

په دې موده کې ځینې خبریالان وژل شوي چې د عاملانو د محاکمې برخه کې د کوم پرمختګ راپور نه دی ورکړی شوی دی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ټولنیز عدالت نړیواله ورځ؛ پوهان د ټولنیز عدالت تامین د پرمختګ او ثبات لامل ګڼي

  نن د فبرورۍ ۲۰مه ...