Home » سیمه او نړی » امریکا:عراق کې زموږ پر اډه د وروستي برید غچ اخلو
رویداد خبري آژانس

امریکا:عراق کې زموږ پر اډه د وروستي برید غچ اخلو

امریکا په عراق کې پر خپله یوه پوځي اډه وروستی توغندیز برید غندلی او د عاملینو پر وړاندې یې د جدي اقدام خبره کړې ده.

د امریکا ولسمشر جو بايډن ویلي چې لومړی به پر عین الاسد شوی برید څېړي او د حقایقو تر معلومېدو وروسته به یې ځواب وایي.

د امریکا ددفاع وزارت ویاند هم ویلي چې دوی خپل دريځ په سوریه کې په بریدونو سره ثابت کړ.

دده په وینا د هرې ناروا او هر برید ځواب به هغسې ورکول کېږي لکه په سوریه کې چې څو ورځې مخکې ورکړل شو.

نوموړي ویلي چې دا برید به هم څېړل کېږي د اصلي رېښې تر پیدا کېدو وروسته به یې ځواب ویل کېږي.

تېره ورځ په عراق کې د امریکا پر یوه نظامي اډه د توغندیو برید وشو چې ویل کېږي درې امریکایي عسکر پکې وژل شوي، خو امریکا بیا وایي چې یوازې یو قرار دادي پکې وژل شوی دی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...