امریکا په عراق کې پر خپله یوه پوځي اډه وروستی توغندیز برید غندلی او د عاملینو پر وړاندې یې د جدي اقدام خبره کړې ده.
د امریکا ولسمشر جو بايډن ویلي چې لومړی به پر عین الاسد شوی برید څېړي او د حقایقو تر معلومېدو وروسته به یې ځواب وایي.
د امریکا ددفاع وزارت ویاند هم ویلي چې دوی خپل دريځ په سوریه کې په بریدونو سره ثابت کړ.
دده په وینا د هرې ناروا او هر برید ځواب به هغسې ورکول کېږي لکه په سوریه کې چې څو ورځې مخکې ورکړل شو.
نوموړي ویلي چې دا برید به هم څېړل کېږي د اصلي رېښې تر پیدا کېدو وروسته به یې ځواب ویل کېږي.
تېره ورځ په عراق کې د امریکا پر یوه نظامي اډه د توغندیو برید وشو چې ویل کېږي درې امریکایي عسکر پکې وژل شوي، خو امریکا بیا وایي چې یوازې یو قرار دادي پکې وژل شوی دی.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس