Home » اقتصادی » کرنې وزارت: په ننګرهار کې د ۹۲۲ جریبه عادي او متراکمو بڼونو چارې پیل شوې
رویداد خبري آژانس

کرنې وزارت: په ننګرهار کې د ۹۲۲ جریبه عادي او متراکمو بڼونو چارې پیل شوې

د کرنې او مالدارۍ وزارت د کرنې د ودې او کلیوالي پراختیا پروژې له خوا په ننګرهار ولایت کې د ۹۲۲ جریبه عادي او متراکمو بڼونو د جوړولو چارې پیل شوې دي.

د ننګرهار د کرنې ریاست چارواکي وایي، یاد بڼونه چې پکې د انارو، شفتالو، املوک، چهارمغز، لیمو او مالټې بڼونه شامل دي، د ننګرهار د کوټ، روداتو، چپرهار، خوګیاڼي، شېرزاد او اچین په ولسوالیو کې د کرنې وزارت د کرنې د ودې او کلیوالي پراختیا پروژې په همکارۍ جوړېږي.

دغه راز د کرنې وزارت یاده پروژه په پام کې لري، چې د مني موسم د نیالګیو اېښودو په کمپاین کې هم په ننګرهار کې ۷۵۰ جریبه نورعادي او متراکم بڼونه جوړ کړي دي.

چارواکي وايي، په ننګرهار کې د يادو بڼونو جوړول د بڼوالۍ د ودې او پراختيا ترڅنګ د سیمې د سمسورتیا او د هوا د پاکوالي په برخه کې مرسته کوي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اوچا د روژې په رارسېدلو سره د افغانستان د خلکو په اړه اندېښنه وښوده

د ملګرو ملتونو د بشري ...