Home » اقتصادی » د تخار ارچي سربند چارې ۹۵ سلنه پر مخ تللي
رویداد خبري آژانس

د تخار ارچي سربند چارې ۹۵ سلنه پر مخ تللي

د افغانستان د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره وایي، د تخار ولایت په خواجه غار ولسوالۍ کې د ارچي سربند عملي چارې یې ۹۵ سلنه پر مخ تللي دي.

دغه اداره وایي یاده پروژه د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لخوا او د اسیا پراختیاي بانک په مالي مرسته د اوبو تنظیم او مدیریت، د اوبو لګولو ژغورلو او د تخار ولایت په خواجه غار ولسوالۍ کې د ارچي کانال د اوبو تامینولو په موخه پلي کیږي.

د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې ویلي د ارچي کانال چې له دغه سربند څخه پيل کیږي ۲۸۰۰۰ هکټاره کرنیزه ځمکه خړوبوي، چې ۱۴۷۶۰۰ کسان ترې ګټه پورته کوي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اوچا د روژې په رارسېدلو سره د افغانستان د خلکو په اړه اندېښنه وښوده

د ملګرو ملتونو د بشري ...