په نړۍ کې یوه تر ټولو زاړه زده کړیال د ایټالیا له پالیرمو پوهنتونه د فراغت اسناد ترلاسه کړل.
په نړۍ کې یوه تر ټولو زاړه زده کړیال د ایټالیا له پالیرمو پوهنتونه د فراغت اسناد ترلاسه کړل.
جوسپیني پتیرنو ۹۶ کلن دی او د تاریخ او فلسفې پوهنځی یې ولوست.
پتیرنو په دویمه نړیواله جګړه کې سرتیری و او له جګړې وروسته یې د ایټالیا د اوسپنې پټلۍ په شرکت کې کار کاوه.
پتیرنو د هغو هیلو په اړه خبرې کوي چې له ۹۰ کلنۍ را وروسته یې په فکر کې وې: “د راتلونکې لپاره زما پروګرام همدا دی چې ډېر وخت لیکلو ته ورکړم. غواړم ټول هغه متنونه چې مې نه دي لوستلي د راتلونکي لپاره ولولم. دا زما هدف دی.”
جوسیپي پتیرنو چې ځوان لمسیان لري، د کمزوري اقتصاد په خاطر په ځوانۍ کې درس نه و ویلی.
هغه د فراغت په سند سربېره د ایټالیا له پالیرمو پوهنتونه افتخاري لقب هم ترلاسه کړ.