نیمروز کې سږکال ۸۰ هکټاره نوي بڼونه جوړ او بیارغول شوي دي
د افغانستان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وایي، چې د روان کال په ترڅ کې د نیمروز ولایت په بېلابېلو برخو کې ۸۰ هکټاره نوي بڼونه جوړ او بیارغولي دي.
دغه وزارت وايي، دغه بڼونه چې ۳۰ هکټاره یې د مېوې بڼونه دي، د نیمروز په مرکز زرنج او ددې ولایت په چهاربرجک او خاشرود په ولسوالیو کې بیارغول شوي دي.
د کرنې وزارت لخوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې یادو نویو بڼونو جوړول او د زړو بڼونو د بیارغولو باندې یو میلیونه او ۷۴۰زره او ۹۶۰ افغانۍ لګښت راغلی ده.
اعلامیه لیکي، روان کال د خاشرود او دلارام په ولسوالیو کې د پستې د پنځه هکټاره بڼونو جوړولو په پار د ۱۸ زره او ۲۲۵ افغانیو په لګښت د پستې تخمونه هم وېشل شوي دي.