د هلمند چارواکي په دې ولایت کې شاوخوا شپږ زره کسانو ته د برېښنایي پېژندپاڼې د وېش خبره کړې ده.
د هلمند د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش ولایتي مسؤل محمد نبي شېرزاد پرون سې شنبې په ورځ (د سلواغې۲۱مه نېټه) ازادي راډيو ته ویلي چې د دغو پېژندپاڼو وېش په چټکۍ روان دی.
ښاغلی شېرزاد زیاته کړه: ”دا پروسه په شفاف ډول او چټکۍ سره روانه ده. اوسمهال هره ورځ په هر زون کې په اوسط ډول ۲۰۰ تر ۳۰۰ پورې کسان د دغو پېژندپاڼو د اخیستلو لپاره نومونه راجستر کوي. د دې لپاره چې د خلکو نفوس او تقاضا ډېره ده، نو تمه لرو چې مرکز نور زونونه هم راته فعال کړي.”
په هلمند کې د تېرو درېیو میاشتو راهیسې د برېښنایي پېژندپاڼې د وېش لومړنی مرکز پرانیستل شو چې څو ورځې دمخه د ډېرې تقاضا له کبله په مرکز لښکرګاه کې دوهم مرکز هم پرانیستل شو.
د ښاغلي شېرزاد په خبره دا مهال دوه زره نورې برېښنایي پېژندپاڼې په دې ولایت کې وېش ته چمتو دي او څلور زره نورې چاپ کېدو ته اماده شوي چې په نږدې راتلونکي کې بهیې چارې بشپړې شي.
د افغانستان د معلوماتو او احصائیې ریاست مسؤلین وایي په ټول هېواد کې هره ورځ تر ۴۰ زره کسان د یادو تذکرو اخیستلو لپاره مراجعه کوي. د دغه ریاست مسؤلینو ازادي راډیو ته ویلي چې په ۱۴۰۰ لمریز کال کې به د افغانستان ۵ ملیونه وګړو ته الکترونیکي تذکرې ووېشل شي.