Home » فرهنګی او ټولنیز » په تاجکستان کې جوماتونه بېرته پرانیستل شول
رویداد خبري آژانس

په تاجکستان کې جوماتونه بېرته پرانیستل شول

په تاجکستان کې پرون تر ۹ میاشتني ځنډ وروسته د لمونځ کوونکو پرمخ د جوماتونو دروازې بېرته پرانیستل شوې.

دغه جوماتونه د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په هدف د لګول شویو محدودیتونو له کبله تړل شوي وو.

اوس د تاجکستان حکومتي چارواکي ادعا کوي، چې په دغه هېواد کې د تېرو درېیو اوونیو په لړ کې د کرونا ويروس یوه تازه پېښه هم نه ده ثبت شوې.

پرون له اپرېل میاشتې راوروسته د لومړي وار لپاره د پلازمېنې دوشنبې په جامع جومات کې په سلګونو لمونځغاړو د جماعت لمونځ وکړ.

د جنورۍ تر لومړیو په دغه هېواد کې د کرونا ويروس مثبتې پېښې ۱۳زه ۳۰۸ وې، چې تر هغه راوروسته ظاهراً بله مثبته پېښه نه ده ثبت شوې، خو روغتیايي متخصصان دې موضوع ته د شک په سترګه ګوري.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ټولنیز عدالت نړیواله ورځ؛ پوهان د ټولنیز عدالت تامین د پرمختګ او ثبات لامل ګڼي

  نن د فبرورۍ ۲۰مه ...