د افغانستان د پوهنې وزارت وایي، چې لوګر مرکز پل علم اړوند ۲۴۶ تنو نارینه او ښځینه مستحقو ښوونکو ته د کورونو جوړولو په موخه د ځمکو نومرې ووېشل شوې.
د پوهنې وزارت لخوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، دغه نومرې د پل علم د ښوونکو په ښارګوټي کې ورکړل شوې، چې له ۷۵۱ څخه تر ۹۹۷ شمېرو پورې نومرې شاملې دي. له دې وړاندې هم په یاد ښارګوټي کې ۷۵۰ نارینه او ښځینه مستحقو ښوونکو ته د کورونو جوړولو لپاره د ځمکو نومرې وېشل شوې دي.
خبرپاڼه لیکي، غه ښارګوټی په ۳۵۰ جریبه ځمکه کې جوړ شوی، ۹۹۷ نومرې لري، چې دغه ټولې نومرې د پچې اچونې له لارې ښوونکو ته انتخاب شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د پوهنې وزارت له دې وړاندې هم د لوګر محمدآغې، خوښۍ او بره کي برک ولسوالیو ۱۵۶۵ ښوونکو ته د ځمکو نومرې ورکړل شوي دي.