د فرانس حکومت اعلان کړی چې نوموتي انځورګر، مجسمه جوړوونکي، موسيقار او اداکار جمال شاه ته به د هغه د هنري کارونو په وياړ جايزه ورکوي.
په اسلام اباد کې د فرانس سفارت د جنورۍ پر ۱۹مه جمال شاه ته په يو لېږل شوي ليک کې د فرانس د کلتور وزيرې لخوا د ”نايټ اف د ارډر اف ارټس اېنډ لېټرز ”په نوم د دغې جايزې اعلان کړی چې د کورونا وايرس وبا له کمېدو يا تمېدو سره سم به ورکول کېږي.
د فرانس حکومت دا جايزه له ۱۹۵۷ز کال راهيسې هغو کسانو ته ورکوي چې د انځورګرۍ يا ادبياتو په برخه کې يې داسې امتيازي کار کړی وي چې پر فرانس او نړۍ يې خپل اغېز پرېښې وي.
جمال شاه د جنورۍ پر ۲۲مه له مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې ده خپله د دې جايزې لپاره ځان نه و نوماند کړی بلکې د فرانس حکومت او هلته په پاکستان کې د هغوی سفارت خپله د نوموړي هنري کارونو او په دې برخه کې د ده هلو ځلو ته په کتو هغه ته د جايزې د ورکړې پرېکړه کړې ده.