Home » فرهنګی او ټولنیز » د پوتین لور د ټیک ټاک په څېر اپلیکېشن جوړ کړی
رویداد خبري آژانس

د پوتین لور د ټیک ټاک په څېر اپلیکېشن جوړ کړی

په روسيه کې د رسنيو تر ټولو ستر شرکت ګيز پروم، او د روسيې ولسمشر ولادیمیر پوتين لور کترينه تيخونوف شرکت په ګډه د ټیک ټاک په څېر اپليکېشن جوړ کړی، چې د (يامولودتس) نوم ورته ورکړل شوى دى.

ګيز پروم شرکت د حکومت تر چتر لاندې کار کوي او د انرژۍ په برخه کې هم د روسيې يو ستر شرکت دى.

د کترينه تيخونوف د شرکت سره یې په ګډه يې دا اپليکېشن جوړ کړى دى، چې همداسې کوچنۍ ويډيوګانې به پکې خپرېږي، دوى وايي چې د اپليکېشن ازمايښت يې پيل کړى.

دا اپليکېشن به د همدې کال په پيل کې خپور شي، په لومړي سر کې به دا يوازې د روسيې خلک کاروي او که چېرته کامياب شو، نو ښايي نورو هېوادونو کې هم خلکو ته خدمات وړاندې کړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ټولنیز عدالت نړیواله ورځ؛ پوهان د ټولنیز عدالت تامین د پرمختګ او ثبات لامل ګڼي

  نن د فبرورۍ ۲۰مه ...