تاجکستان وايي له افغانستان سره د سولې په برخه کې هر ډول همکارۍ ته تیار دي.
په کابل کې د تاجکستان سفیر د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال میرویس ناب سره کتلي دي او د دوه اړخیزو اړیکو او نورو اړوندو مسایلو په اړه یې خبرې کړې دي.
تاجکستاني لوري ویلي چې دوی د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ کوي، په دې برخه کې بشپړو همکاریو ته تیار دي او دې بهیر ته په ښه سترګه ګوري.
میرویس ناب هم ویلي چې تاجکستان او افغانستان په خپلو کې تاریخي اړیکې لري او تمه ده چې دا اړیکې لا پراخې او پیاوړې شي. دوی په سرحدي سیمو کې د امنیتي همکاریو پر سر هم خبرې کړې دي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس