Home » فرهنګی او ټولنیز » د ګازرو روغتیا ګټې
رویداد خبري آژانس

د ګازرو روغتیا ګټې

۱: یوه ګازره په زیاته اندازه ویټامین A لري، دا ویټامین ستاسو د لید په ځواکمنتیا کې پوره مرسته کوي. د A ویټامین ستاسو د بدن دفاعي ځواک په پیاوړتیا کې ډير ارزښتناک رول لوبوي. همدارنګه د A ویټامین د ماشومانو د ودې د بهیر لپاره ډير اړین او ارزښتمند دي.

۲: ګازرې د B، B1، B2 او B6 ویټامینونو یو ښه او ارزښتناکه سرچینه ده. ګازرې ستاسو بدن د دفاعي سیسټم، عصبي سیسټم، هضمې سیسټم او هورمونونو ته په کافي کچه اړین B ویټامین ورکوي. B6 ویټامینونه د پړسوب او التهاب په کنټرول کې رغنده رول لري.

۳: ګازرې د ویټامین C ښه سرچینه ده. د انسان بدن هره ورځ باید په قافي اندازه ویټامین C ترلاسه کړي. د C ویټامین په تیره ستاسو د بدن پوستکي، ویښتو او ستاسو د بدن دفاعي سیسټم سره ډيره مرسته کوي.

همدارنګه C ویټامین یو ځواکمن Antioxidant دی، چې د زړه او رګونو د ناروغیو په مخینوي کې مرسته کوي.

۴: ګازره د پوتاشیم نومي موادو درلودونکې ده: د هډوکو کمزورتیا په لوړ عمر او ځینې ځوانانو کې یوه عامه ناروغي ده. ډيری خلک په دې پوهیږي چې د دغې ستونزې د مخنیوي لپاره باید په کافي اندازه کلسیم ترلاسه کړي، خو یواځې د کلسیم تر لاسه کول بسنه نه کوي.

تاسو اړ یاست چې په کافي اندازه پوتاشیم هم ترلاسه کړئ. روغتیايي څیړنې ښایي، چې پوتاشیم نه یواځې دا چې هډوکي له کمزورتیا او ورستیدو څخه ساتي، بلکې د وینې فشار په منظم او سم ساتلو کې هم ډیره ونډه لري.

پوتاشیم د مغزي سکتي د پیښیدو امکان کچه راټیټوي. همدارنګه د زړه او د رګونو د ناروغیو د ګواښ څخه مو هم ساتي.

۵: ګارزې د کاربوهایدریتونو درلودونکي دي، چې په ژر هضم کې پوره مرسته کوي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ټولنیز عدالت نړیواله ورځ؛ پوهان د ټولنیز عدالت تامین د پرمختګ او ثبات لامل ګڼي

  نن د فبرورۍ ۲۰مه ...