Home » اقتصادی » برېښنا شرکت: د ازبکستان وارداتي برېښنا ۳۰۰ میګاواټه ته لوړه شوه
رویداد خبري آژانس

برېښنا شرکت: د ازبکستان وارداتي برېښنا ۳۰۰ میګاواټه ته لوړه شوه

د افغانستان برښنا شرکت خبر ورکړی چې د ازبکستان وارداتي برښنا کچه ۳۰۰ میګاواټو ته لوړه شوه.

د برېښنا شرکت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ازبکستان برښنا په تولیدي دستګاو کې د تخنیکي ستونزو د لمنځه وړلو په موخه ددې هیواد د هڅو وروسته، افغانستان ته د برښنا صادراتو کچه ۳۰۰ میګاواټو ته لوړه شوه.

دا شرکت په خپله خبرپاڼه کې زیاتوي، چې په ورته وخت کې د ازبکستان وارداتي برښنا د عادي کیدو لپاره کار په جدي توګه دوام لري ترڅو د برښنا واردات ۴۵۰ میګاواټو ته ورسیږي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون هم د برښنا شرکت په یوه خبرپاڼه کې ویلي وو، چې د ازبکستان وارداتي برښنا له ۳۰۰ میګاواټو څخه ۱۵۰ ته کمه شوې ده.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اوچا د روژې په رارسېدلو سره د افغانستان د خلکو په اړه اندېښنه وښوده

د ملګرو ملتونو د بشري ...