Home » اقتصادی » برېښنا شرکت: د ازبکستان وارداتي برېښنا ستونزه تر حلېدو رسېدلې ده
رویداد خبري آژانس

برېښنا شرکت: د ازبکستان وارداتي برېښنا ستونزه تر حلېدو رسېدلې ده

د افغانستان برښنا شرکت وایي چې هېواد کې د برښنا کمښت ستونزې حل لپاره د دغه شرکت د مشرتابه د پرلپسې هڅو په پایله کې ازبکستان څخه د وارداتي برښنا تخنیکي ستونزه تر حلیدو رسېدلې ده.

یاد شرکت ویلي چې، دا مهال نایب اباد کې د برېښنا کچه تر ۳۰۰ میګاواټو لوړه شوې او د تاجکستان برښنا کچه له ۸۰ میګاواټو څخه ۱۲۰میګاواټو ته لوړه کړل شوې، چې له شمالي ولایتونو وروسته یې ۲۱۰ میګاواټه کابل ته را رسیږي.

خو دا چې د شپې مهال د برښنا اړتیا لوړېږي، نو د افغانستان برښنا شرکت دې اړتیا ته په پام سره ۴۴ میګاواټه له ماهیپر، ۲۲میګاواټه له سروبي او ۹۶ میګاواټه له نغلو برښنا تولید فابرېکې څخه تر لاسه کوي، چې له شته وارداتي برېښنا سره یو ځای ټولټال ۳۷۲ میګاواټه برښنا کیږي او له همدې سره به د کابل د برېښنا ستونزه تر ډېره حده حل شي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اوچا د روژې په رارسېدلو سره د افغانستان د خلکو په اړه اندېښنه وښوده

د ملګرو ملتونو د بشري ...