د هلمند د کرنې، ریاست چارواکو ، په روان کال کې په یاد ولایت کې د بڼوالۍ د پراختیا لپاره د مېوو ۱۴۰۰ بڼونه د جوړېدو خبر ورکړی دی.
د هلمند ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس زلمی الکو وایي، د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې( NHLP ) په همکارۍ د مېوو ۱۴۰۰ جریبه نوي بڼونه جوړ کړي دي، چې په دغو بڼونو کې د انګورو، زردالو، الوچې، پلم، شفتالو، انار، انځر او نارنجو بڼونه شامل دي.

زلمي الکو زیاتوي چې د دغو جوړ شویو بڼونو تر څنګ بڼوالو ته روزنیزو پروګرامونه په لاره اچول شوي دي، د بڼوالۍ اړوند کرنیز توکي او کیمیاوي سرې هم وېشل شوي دي.