امتابچن دا ځل د قومي مشر په څېره کې رول ادا کوي.
اميتابچن چې د باليووډ سېنما د پلار لقب لري غواړي په روان کال کې د سورج باراتيا په نوم ډايريکټر سره ګډ کار وکړي.
بچن اوسمهال په يوې تلوېزيوني خپرونې بوخت دی،که څه هم نوموړي ته له ډېر وخته د فلمونو پشنهادونه کېږی خو ردوله یې.
د کوينومي د خبر له مخې امتابچن د سورج د فلم کيسه خوښه سوې او غواړي د قومي مشر په رول کې ورسره ولوبېږي.
د دې فلم کیسه کورنۍ ده او د کورنۍ پر ارزښتونو راګرځي.
ويل کېږي په دې فلم کې بومن ایراني هم رول ورسره ادا کړی.
د دې فلم لپاره تراوسه نوم ندی ټاکل شوی خو راپورونه وایي چې د روان کال د فبیروري په میاشت کې به یې شوټینګ چارې پیل شي.