Home » افغانستان » قطر کې مذاکراتي پلاوي د طرز العمل په ۲۱ مادو باندې توافق ته رسېدلي
رویداد خبري آژانس

قطر کې مذاکراتي پلاوي د طرز العمل په ۲۱ مادو باندې توافق ته رسېدلي

د افغان دولت مذاکراتي پلاوی وايي، د طالبانو له مذاکراتي پلاوي سره د مقدمې په استثنا د مذاکراتو د طرزالعمل پر ۲۱ مادو په اصولو کې توافق ته رسېدلي دي.

یاد پلاوی زیاتوي چې د نومبر میاشتې د ۱۷مې نېټې غونډه کې پرېکړه شوې چې دغه طرز العمل به عمومي جلسې ته وړاندې او د دواړو پلاوو له تصویب وروسته به نهايي شمېرل کېږي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت مذاکراتي پلاوي په دې پر خپله رسمي ټویټر پاڼه لیکلي.

دوی زیاتوي چې د افغانستان اسلامي جمهوریت مذاکره کوونکي پلاوي د مقدمې د عناصرو په اړه خپل رسمي وضاحت د طالبانو د مذاکراتي پلاوي سره شریک کړی دی.

خو په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د ویاند ډاکتر محمد نعیم بیا ویلي چې د بين الافغاني مذاکراتو ټول طرز العمل د مقدمې په شمول نهايي او توافق ورباندې شوی دی.

نوموړي زیاته کړې چې یاد طرزالعمل د نومبر میاشتې پر ۱۷مه نېټه وروستی شوی او د قطر هیواد د استازو په حضور کې د دواړو لورو لخوا تائید شوی دی.

په افغانستان کې د سولې ټینګېدو په اړه د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو د مذاکراتي ټېمونو ترمنځ مذکرات څه باندې دوې میاشتې مخکې پرانیستل شول، خو تر دا یې عمومي ناستې نه دي پيل کړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...