د افغان دولت مذاکراتي پلاوی وايي، د طالبانو له مذاکراتي پلاوي سره د مقدمې په استثنا د مذاکراتو د طرزالعمل پر ۲۱ مادو په اصولو کې توافق ته رسېدلي دي.
یاد پلاوی زیاتوي چې د نومبر میاشتې د ۱۷مې نېټې غونډه کې پرېکړه شوې چې دغه طرز العمل به عمومي جلسې ته وړاندې او د دواړو پلاوو له تصویب وروسته به نهايي شمېرل کېږي.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت مذاکراتي پلاوي په دې پر خپله رسمي ټویټر پاڼه لیکلي.
دوی زیاتوي چې د افغانستان اسلامي جمهوریت مذاکره کوونکي پلاوي د مقدمې د عناصرو په اړه خپل رسمي وضاحت د طالبانو د مذاکراتي پلاوي سره شریک کړی دی.
خو په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د ویاند ډاکتر محمد نعیم بیا ویلي چې د بين الافغاني مذاکراتو ټول طرز العمل د مقدمې په شمول نهايي او توافق ورباندې شوی دی.
نوموړي زیاته کړې چې یاد طرزالعمل د نومبر میاشتې پر ۱۷مه نېټه وروستی شوی او د قطر هیواد د استازو په حضور کې د دواړو لورو لخوا تائید شوی دی.
په افغانستان کې د سولې ټینګېدو په اړه د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو د مذاکراتي ټېمونو ترمنځ مذکرات څه باندې دوې میاشتې مخکې پرانیستل شول، خو تر دا یې عمومي ناستې نه دي پيل کړي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس