Home » اقتصادی » ننګرهار کې د لوښي فابریکې؛ هره ورځ ۳ زره کیلو ګرامه لوښي تولیدوي

ننګرهار کې د لوښي فابریکې؛ هره ورځ ۳ زره کیلو ګرامه لوښي تولیدوي

د ننګرهار ولايت په جلال اباد ښار کې د المونيم جوړولو درې فابريکې فعاليت کوي.

د فابریکو مسولین وايي چې هره ورځ په اوسط ډول درې زره کيلو ګرامه لوښي توليدوي او بازار ته یې په وړ بيه د پلور په موخه وړاندې کوي.

د يادو فابريکو څښتنان زیاتوي، چې په دې کارخونو کې ۱۷۰ کسان په کار بوخت دي، دوي وايي درې واړه فاربریکې هره ورځ د اته زره کيلو ګرامه المونيمي لوښو د توليد ظرفيت لري، خو امکاناتو او بازار ته په کتلو لږ توليد کوي.

د فابریکو مسولین همدا راز وویل دغه فابريکې د برېښنا، ځمکې او خامو موادو ستونزو سره مخ دي، چې د زمينې په برابريدو سره به يې توليدات لا زيات او ښه شي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اوچا د روژې په رارسېدلو سره د افغانستان د خلکو په اړه اندېښنه وښوده

د ملګرو ملتونو د بشري ...