Home » افغانستان » په بلخ کې ۲۵۰ جریبه غصب شوې امارتي ځمکه تثبیت شوې ده
شمال زون

په بلخ کې ۲۵۰ جریبه غصب شوې امارتي ځمکه تثبیت شوې ده

د شمال زون د غصب شویو امارتي ځمکو قضیو ته د رسېدنې اختصاصي محکمې په بلخ ولایت کې شاوخوا ۲۵۰ جریبه ځمکه امارتي ملکیت تثبیت کړې ده.
د عدلیې وزارت د معلوماتو له مخې، دغه ځمکه د مزارشریف ښار په اتمه ناحیه کې موقعیت لري او د «حاجي عبدالباقي او حاجي اسماعیل فارم» په نوم یادېږي.
ياد وزارت همداراز ويلي، چې اختصاصي محکمې د اړوندو اسنادو او مدارکو له څېړنې وروسته پرېکړه کړې چې یاده ځمکه په بشپړ ډول امارتي ملکیت دی. د پرېکړې له مخې، اوسني متصرفین مکلف دي چې دغه ځمکه د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون ته وسپاري.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

مجاهد: د افغانستان د مشرانو د نیولو په اړه د جرمونو د نړیوالې محکمې دریځ غندو

د ا.ا وياند ذبیح‌الله مجاهد، ...