Home » افغانستان » ننګرهار کې ۲ داعش او ۱۴ طالبان نیول شوي

ننګرهار کې ۲ داعش او ۱۴ طالبان نیول شوي

د ننګرهار ولایتي چارواکي نن چهارشنبه (د لړم ۲۱) په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د ملي امنیت ځواکونو په تیره اونۍ کې ۲۰ تنه د بیلابیلو جرمونو په تړاو نیولي دي.

د ننګرهار ولایت مرستیالې حبیبیې کاکړ چې یاد کسان يي رسنیو ته ورښودل وویل د ملي امنیت له لوري په نیول شوو کسانو کې ۱۴ وسلوال طالبان، ۲ داعشیان، ۲ انسان تښتوونکي او ۲ نور شامل دي.

نوموړې وویل نیول شوي کسان د جلال اباد ښار، چپرهار، خوږياڼو او سره رود ولسواليو کې ترورستي او تخریبي کړنو کې لاس درلود، نیول شوي دي.

ولایتي چارواکي دا هم وویل چې له نیول شوو کسانو څخه بمونه، کلاشینکوفونه او تومانچې هم ترلاسه شوي دي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

له ارمانه تر خاموشو هيلو؛ په ۲۰۲۵ کال په افغانستان کې د کارګرو ماشومانو د وضعیت څېړنه

رویداد خبري اژانس په یوه ...