Home » اقتصادی » د افغانستان بانک ۳۵میلیونه ډالره لیلام وي
رویداد خبري آژانس

د افغانستان بانک ۳۵میلیونه ډالره لیلام وي

د افغانستان بانک وایي چې د روانې لړم میاشتې په ۱۹ نېټه د دوشنبې په ورځ د داوطلبۍ په اوږدوکې شاوخوا ۳۵ میلیونه امریکايي ډالره د یوې ازادې او رڼې پروسې له لارې پلوري.

د افغانستان بانک د یوه خبرپاڼه په خپرولوسره وایي په دې پروسه کې د ګډون کولو په موخه له صرافانو او سوداګریزو بانکونو څخه چې د شرایطو لرونکي وي، غوښتنه کوي څو په دې داوطلبۍکې ګډون وکړي.

د یاد بانک په خبرپاڼه کې راغلي د لیلام ګټوونکي اړ دي څو خپل حسابونه د ورځې تر پایه پورې (T) تصفیه کړي.

خبرپاڼه زیاتوي:”هغه صرافانو چې تر اوسه پورې یې پنځه سوه زره افغانۍ د اسعارو په لیلامونو کې د تضمین په توګه تحویل کړي نه دي، کولای شي له داوطلبی یو ورځ مخکې خپلې د تضمین پیسې تحویل کړي او په راتلونکي لیلام کې ګډون وکړي.د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کیږي، د لیلام ګټوونکي د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل په نغده او یا د حوالې له لارې په ټاکلي موده کې بانک ته سپاري.”

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اوچا د روژې په رارسېدلو سره د افغانستان د خلکو په اړه اندېښنه وښوده

د ملګرو ملتونو د بشري ...