له تودو خوړو نیولې تر تازه ډوډۍ، سوپ، بولاني او د سړک غاړې د نورو خوړو لېږد لپاره د پلاستیکي کڅوړو کارونه په ښار کې د ښاریانو ورځنی عادت ګرځېدلی دی. ډاکټران د خلکو پر روغتیا د دې کړنې د احتمالي پایلو په اړه خبرداری ورکوي او له پلاستیک سره د تودو خوړو مستقیم تماس د اندېښنې وړ او د ناروغیو رامنځته کوونکی بولي. د دې روغتیايي ګواښونو ترڅنګ د پلاستیکي کڅوړو پراخه کارونه او په پنځ کې د هغو غورځول د اوبو او خاورې د ککړتیا لامل کېږي او سوځول یې هم دهوا ککړتیا زیاتوي.
د عامې روغتیا متخصص عبدالصبور حسان رویداد خبري اژانس ته وایي، کله چې تاوده خواړه په پلاستیک کې واچول شي، ښایي له پلاستیک ځینې کیمیاوي مواد جلا او خوړو کې ګډ شي. د نوموړي په وینا، د پلاستیک کوچنۍ ذرې او ځینې کیمیاوي ترکیبونه د خوړو له لارې د انسان بدن ته داخلېدای او په اوږدمهال کې د انسان د روغتیا ته زیان رسولای شي.
نوموړی د دې موضوع احتمالي پایلو ته په اشارې وایي، پلاستیک سره د خوراکي توکو د تماس له امله د هورمونونو ګډوډي، د اولاد زېږولو ستونزې او ځینې نورې ناروغۍ رامنځته کېدای شي. نوموړی ټینګار کوي چې د تودو خوړو د لېږد لپاره باید له مناسبو بدیلو لارو، لکه له کاغذي کڅوړو او ښیښهیي او فلزي لوښو څخه ګټه واخیستل شي او د امکان تر حده په پلاستیکي کڅوړو کې د تودو خوړو له اچولو ډډه وشي.
د چاپېریالي طب متخصص محمد حکیم جویا هم وایي چې د پلاستیک پراخه کارونه د انسان روغتیا او چاپېریال ته زیان رسولای شي. د نوموړي په وینا، په پلاستیکي کڅوړو کې د تودو خوړو، په ځانګړې توګه د سوپ او تازه ډوډۍ اچول هغه موارد دي چې باید جدي پاملرنه ورته وشي. هغه د پلاستیکي ښځلو سوځول هم د لوګي او زهري موادو د تولید له عواملو څخه بولي چې د انسان روغتیا ته ګواښ پېښولای شي.
ورته مهال، د پلاستیک د کارونې پایلې یوازې د انسان روغتیا پورې محدودې نه دي. د چاپېریال ساتنې کارپوه عزتالله صدیقي وایي، د پلاستیکي کڅوړو پراخه کارونه د اوبو او خاورې د ککړېدو لامل کېږي او سوځول یې د هوا ککړتیا زیاتوي.
د صدیقي په وینا، دا چې د انسان ژوند له اوبو، خاورې او هوا سره تړلی دی، د دغو سرچینو ککړتیا په مستقیم او غیرمستقیم ډول د انسان پر روغتیا اغېز کوي. هغه د ښاري کثافاتو مدیریت، له نورو کثافاتو څخه د پلاستیک جلا کول او د کثافاتو بیاځلي کارونې لپاره د زمینې برابرول د دې ککړتیا د کمولو اړینې لارې بولي.
دا په داسې حال کې ده چې د کابل یو شمېر ښاریان وایي، د اسانه لاسرسي او د مناسبو بدیلو لارو د نشتون له امله لا هم د خوراکي توکو د لېږد لپاره له پلاستیکي کڅوړو څخه ګټه اخلي.
بلخوا، د کابل ښاروالۍ استازی نعمتالله بارکزی وایي چې دغه ریاست د پلاستیکي کڅوړو د کارونې د پایلو په اړه د ښاریانو د پوهاوي لوړولو لپاره د عامه پوهاوي کمپاینونه ترسره کوي. د نوموړي په وینا، دغه ریاست د هرې میاشتې په پای کې هم یو شمېر ښاریانو ته په وړیا توګه کڅوړې وېشي څو د پلاستیکي کڅوړو کارونه کمه شي.
هغه زیاتوي، د کابل ښاروالۍ به په راتلونکي کې د تودو خوړو د لېږد لپاره د پلاستیکي کڅوړو د کارونې مخنیوي په موخه لازمې لارې چارې هم عملي کړي.
ورته مهال، د کارپوهانو په باور د پلاستیکي کڅوړو د استعمال کمول یوازې د ښاریانو پوهاوي پورې تړاو نه لري، بلکې د مناسبو بدیلو لارو برابرول، د کثافاتو سم مدیریت او د مسوولو ادارو ترمنځ همغږي هم په دې برخه کې اړین رول لري
راپور: خالده عمري
ژباړه: فوزیه حسنخېل
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس