په ترکیه کې د اقلیمي بدلون په اړه د ملګرو ملتونو د کاپ۳۱ نړیواله غونډه، چې د نومبر په نهمه پیل شوې وه، د یکشنبې په ورځ پای ته ورسېده.
په دې غونډه کې د بېلابېلو هېوادونو استازو، د اقلیم برخې کارپوهانو او نړیوالو بنسټونو استازو ګډون کړی و، څو د اقلیمي بدلون له امله رامنځته کېدونکو ګواښونو او د هغو د مخنیوي پر لارو چارو خبرې وکړي.
د غونډې په ترڅ کې د ګډونوالو هېوادونو ترمنځ د اقلیمي بدلون د اغېزو پر وړاندې د مبارزې، د زیانمنو هېوادونو د ملاتړ او د اقلیمي ستونزو د حل لپاره د ګډو اقداماتو په اړه بحثونه وشول. خو د دغو اقداماتو د څرنګوالي او د هېوادونو د ژمنو په اړه د ګډونوالو ترمنځ اختلافونه موجود وو. د غونډې ځینو ګډونوالو د خبرو اترو د پرمختګ پر وړاندې د امریکا د پلاوي نه ګډون هم یو خنډ بللی دی.
ټاکل شوې وه چې دغه غونډه د نومبر په شلمه پای ته ورسېږي، خو د ګډونوالو ترمنځ د اختلافونو له امله دوه ورځې نوره هم وغځېده. په پای کې د یکشنبې په ورځ دغه نړیواله غونډه پرته له دې چې د اقلیمي بدلون د اغېزو پر وړاندې د مبارزې په اړه سیاسي هوکړه وشي، پای ته ورسېده.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس