Home » افغانستان » ازبیکستان له افغانستان سره د کرنیزو همکاریو پراختیا ته چمتووالی وښود
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت

ازبیکستان له افغانستان سره د کرنیزو همکاریو پراختیا ته چمتووالی وښود

د ا.ا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال صدراعظم عثماني، ازبیکستان ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د اندیجان ولایت له والي سره وکتل او د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو په برخو کې یې د دوه‌اړخیزو همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، د اندیجان والي له افغانستان سره د همکاریو لپاره د چمتووالي ډاډ ورکړی او ژمنه یې کړې چې د اصلاح شویو مالوچو دوه ټنه تخمونه، د کبانو د روزنې او تولید د پراختیا لپاره یو ټن کبان او پر لس جریبه ځمکه د څاڅکي اوبولګولو سیستم تجهیزات به برابر کړي.

وزارت زیاتوي، په دې لیدنه کې دواړو لورو د کرنې او مالدارۍ په برخو کې د تخنیکي، سوداګریزو او پانګونېزو همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د روسیې لوړپوړی پلاوی سبا کابل ته راځي

د راپورونو له مخې، د ...