Home » افغانستان » د ټولګټو وزارت: د سوداګریزو توکو انتقالات څه باندې دوه برابره زیات شوي
د ټولګټو وزارت

د ټولګټو وزارت: د سوداګریزو توکو انتقالات څه باندې دوه برابره زیات شوي

د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس وايي، د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د حیرتان، آقینې او تورغونډۍ بندرونو او د خواف – هرات اوسپنې‌پټلۍ له لارې ۴ میلیون او ۸۸۸ زره او ۲۶۸ مټریک ټنه سوداګریز توکي لېږدول شوي دي.

د نوموړي په وینا، د تېر کال په ورته موده کې د یادو څلورو ترانسپورټي مسیرونو له لارې ۲ میلیون او ۱۸۲ زره او ۳۱۲ مټریک ټنه توکي لېږدول شوي وو.
د دغو شمېرو له مخې، د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د سوداګریزو توکو د لېږد کچه د تېر کال د همدې مودې په پرتله څه باندې دوه برابره لوړه شوې ده.

د وزارت د معلوماتو له مخې، د یادو مسیرونو له لارې تېل، اوبلن ګاز، غنم، اوړه، غوړي او نور خوراکي او اړین توکي هېواد ته وارد شوي، او په مقابل کې وچه مېوه، ګاز لرونکي مشروبات، معدني ډبرې، پنبه او نور کورني تولیدات د سیمې هېوادونو بازارونو ته صادر شوي دي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د افغانستان او بلاروس ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر پراختیا خبرې وشوې

د افغانستان د سوداګرۍ او ...