Home » افغانستان » په کابل کې د ۵۰۰ میلیون ډالرو طبي کمپلکس جوړولو او د دوو کانونو د استخراج تړونونه لاسلیک شول
میرویس عزیزي

په کابل کې د ۵۰۰ میلیون ډالرو طبي کمپلکس جوړولو او د دوو کانونو د استخراج تړونونه لاسلیک شول

په کابل کې د یوې غونډې پر مهال د ۵۰۰ میلیون ډالرو په لګښت د بي‌بي فرشته عزیزي طبي کمپلکس د جوړولو او د ۱۰ زره مېګاواټه برېښنا د تولید په موخه د دوو کانونو د اکتشاف او استخراج تړونونه اعلان او لاسلیک شول.

د‌ معلوماتو له مخې، د بي‌بي فرشته عزیزي طبي کمپلکس به د کابل ښار د اتمې ناحیې په رحمان مېنه کې جوړ شي، چې د سرطان ناروغانو لپاره ۴۰۰ بستریز روغتون، ۲۰۰ بستریز زېږنتون او یو طبي پوهنتون به ولري. د خپرو شویو معلوماتو له مخې، دغه مرکز به په ۲۴ ساعتونو کې وړیا روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي او اداري چارې یې بشپړې شوې دي.

همداراز، د جوزجان ولایت د شبرغان ولسوالۍ د جنګل کلان د طبیعي ګازو کان او د بغلان ولایت د پلخمري د ډبرو سکرو کان د اکتشاف او استخراج تړونونه د حکومت د اړوندو ادارو او عزیزي کانونو او پټرولیم شرکت ترمنځ لاسلیک شول.
د يادونې وړ ده چې په دې غونډه کې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او یو شمېر نورو چارواکو ګډون کړی و او د برېښنا د تولید او د کانونو د استخراج په اړه هم خبرې شوې دي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

رباب فاطمه د لومړي ځل لپاره ننګرهار ته تللې ده

په افغانستان کې د ملګرو ...