د ا.ا د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د دغه وزارت د ډیپلوماسۍ انسټیټیوټ د اوومې ډیپلوماسۍ دورې محصلینو ته «د افغانستان اسلامي امارت بهرنۍ ډیپلوماسي» تر سرلیک لاندې وینا کړې ده.
نوموړي د ا.ا د بهرنۍ پالیسۍ پر اساسي اصولو،
د ډیپلوماسۍ پر ارزښت، د ډیپلوماټانو پر مسلکي او اخلاقي ځانګړتیاوو، د ملي ګټو پر ساتنې او له ګاونډیو، سیمهییزو او نړيوالو هېوادونو سره د متقابل احترام پر بنسټ د اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې.
دغه راز، د بهرنیو چارو وزیر د یادې دورې ګډونوالو ته د مطالعې، د زدهکړو د دوام، مسلکي وړتیاوو د لوړولو او د ډیپلوماټیکو مهارتونو د پیاوړتیا په اړه اړینې سپارښتنې وکړې.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس