Home » سیمه او نړی » ټرمپ: له ایران سره جګړه د امریکا لپاره اړینه وه او پوځي عملیاتو ته دوام ورکوو
امریکا

ټرمپ: له ایران سره جګړه د امریکا لپاره اړینه وه او پوځي عملیاتو ته دوام ورکوو

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، له ایران سره جګړه د سیاسي او اقتصادي زیانونو سربېره د امریکا لپاره اړینه وه او واشنګټن به خپلو پوځي عملیاتو ته دوام ورکړي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، ټرمپ د چهارشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي، امریکا بله چاره نه لرله او د ایران پر وړاندې یې جګړه د دې لپاره پیل کړې، چې تهران اټومي وسلو ته لاسرسی پیدا نه کړي.

نوموړي د امریکا د منځمهالو ټاکنو په پایلو کې د جمهوري‌پالو د ماتې په اړه هم منلې، چې له ایران سره جګړې د دغه ګوند پر ټاکنیزو پایلو منفي اغېز کړی دی.

ټرمپ همداراز ویلي، چې د جګړې له امله په لنډمهال کې د پټرولو بیې لوړې شوې، چې د جمهوري‌پالو د ټاکنیزې ماتې یو مهم لامل و؛ خو نوموړي ټینګار کړی، چې که بیا هم دې ته ورته وضعیت رامنځته شي نو پوځي اقدام به وکړي.

د راپور له مخې، د امریکا مرستیال ولسمشر جي ډي ونس هم تر دې وړاندې ویلي وو، چې له ایران سره جګړه د جمهوري‌پالو د ټاکنیزې ماتې اصلي لامل وه.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

شمالي کوریا د اټومي سرګلولې وړتیا لرونکو ستراتیژیکو کروز توغندیو ازموینه وکړه

د شمالي کوریا دولتي خبري ...