Home » افغانستان » هوسۍ اندړ: د عایشې وهاب مخکښوالی د افغان ښځو لپاره د ویاړ شېبه ده
هوسۍ اندړ

هوسۍ اندړ: د عایشې وهاب مخکښوالی د افغان ښځو لپاره د ویاړ شېبه ده

جرمني کې د فرانکفورت ښار د ښاروالۍ شورا غړې‌ هوسۍ ظریف اندړ، د امریکا د کانګرس په ټاکنو کې د افغان‌الاصلې نوماندې عایشې وهاب د مخکښوالي هرکلی کړی او دا یې د افغان ښځو او نجونو لپاره د ویاړ او هیلو شېبه بللې ده.

اندړ په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، چې عایشه وهاب د کالیفورنیا ایالت په ټاکنو کې تر دې دمه د شمېرل شویو رایو له مخې ۵۸.۵ سلنه رایې ترلاسه کړې او له خپلې سیالې مخکې ده.

نوموړې د عایشې وهاب لاسته راوړنه د افغان ښځو د وړتیا او استعداد یوه بېلګه بللې او ویلي یې دي، چې دا پرمختګ ښيي افغانې ښځې او نجونې هم د سترو لاسته راوړنو وړتیا لري.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

خلیلزاد: افغانستان د پاکستان له رامنځته کېدو ډېر پخوا موجود و

د افغانستان د سولې په ...