Home » افغانستان » د برېټانیا د اصلاحاتو ګوند: د افغان کډوالو بېرته استول ممکن دي
کډوال

د برېټانیا د اصلاحاتو ګوند: د افغان کډوالو بېرته استول ممکن دي

د برېټانیا د اصلاحاتو ګوند مشر ناجل فېراج او د دغه ګوند ویاند ضيأ يوسف په یوې وروستۍ خبري غونډه کې ویلي، چې افغانستان ته د افغان کډوالو د بېرته استولو چاره د عملي کېدو وړ دی.

نوموړي ټینګار کړی چې د امنیتي او لوژستیکي ستونزو په اړه اندېښنې تر ډېره مبالغه شوې دي او که سیاسي اراده موجوده وي، نو دا بهیر په اسانۍ ترسره کېدای شي. د دوی په وینا، برېټانیا باید د ناقانونه کډوالۍ د مخنیوي لپاره روښانه او قاطع دریځ خپل کړي.

فېراج او یوسف د بېلګې په توګه د جرمني یادونه کړې چې د هغوی په خبره، دغه هېواد هره اوونۍ د قطر له لارې یو شمېر افغان پناه غوښتونکي بېرته افغانستان ته استوي.

دوی همداراز ویلي چې دا ډول کړنې ښيي چې اروپایي هېوادونه کولای شي د نړیوالو اصولو په چوکاټ کې د کډوالو د ستنولو پروګرامونه عملي کړي.

سره له دې، ځینې بشري بنسټونه اندېښنه لري چې افغانستان ته د کډوالو ستنول ښايي د امنیتي او اقتصادي ننګونو له امله له خطرونو سره مل وي.

د اصلاحاتو ګوند مشرتابه همدارنګه ادعا کړې چې اوسنی افغان حکومت د کډوالو له بېرته ستنېدو سره مخالفت نه لري او د هغوی د منلو لپاره چمتووالی ښيي. خو د بشري حقونو نړیوال سازمانونه لکه د بښنې نړيوال سازمان او د بشري حقونو د څار سازمان بیا ټینګار کوي، چې افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت لا هم نازک دی او د جبري ستنولو هر ډول پرېکړه باید په پوره احتياط ترسره شي.

دوی همداراز سپارښتنه کوي چې اروپایي هېوادونه دې د کډوالو د حقونو خوندیتوب ته جدي پاملرنه وکړي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د روغتيا نړيوال سازمان: په افغانستان کې د یو شمېر ناروغیو په کچه کې بدلون راغلی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان وایي، ...