د برېټانیا د اصلاحاتو ګوند مشر ناجل فېراج او د دغه ګوند ویاند ضيأ يوسف په یوې وروستۍ خبري غونډه کې ویلي، چې افغانستان ته د افغان کډوالو د بېرته استولو چاره د عملي کېدو وړ دی.
نوموړي ټینګار کړی چې د امنیتي او لوژستیکي ستونزو په اړه اندېښنې تر ډېره مبالغه شوې دي او که سیاسي اراده موجوده وي، نو دا بهیر په اسانۍ ترسره کېدای شي. د دوی په وینا، برېټانیا باید د ناقانونه کډوالۍ د مخنیوي لپاره روښانه او قاطع دریځ خپل کړي.
فېراج او یوسف د بېلګې په توګه د جرمني یادونه کړې چې د هغوی په خبره، دغه هېواد هره اوونۍ د قطر له لارې یو شمېر افغان پناه غوښتونکي بېرته افغانستان ته استوي.
دوی همداراز ویلي چې دا ډول کړنې ښيي چې اروپایي هېوادونه کولای شي د نړیوالو اصولو په چوکاټ کې د کډوالو د ستنولو پروګرامونه عملي کړي.
سره له دې، ځینې بشري بنسټونه اندېښنه لري چې افغانستان ته د کډوالو ستنول ښايي د امنیتي او اقتصادي ننګونو له امله له خطرونو سره مل وي.
د اصلاحاتو ګوند مشرتابه همدارنګه ادعا کړې چې اوسنی افغان حکومت د کډوالو له بېرته ستنېدو سره مخالفت نه لري او د هغوی د منلو لپاره چمتووالی ښيي. خو د بشري حقونو نړیوال سازمانونه لکه د بښنې نړيوال سازمان او د بشري حقونو د څار سازمان بیا ټینګار کوي، چې افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت لا هم نازک دی او د جبري ستنولو هر ډول پرېکړه باید په پوره احتياط ترسره شي.
دوی همداراز سپارښتنه کوي چې اروپایي هېوادونه دې د کډوالو د حقونو خوندیتوب ته جدي پاملرنه وکړي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس