د ملګرو ملتونو د سرمنشي وياند استيفن دوجاريک تېره ورځ په يوې مطبوعاتي غونډې کې ويلي، چې د منځني ختيځ حالت ورځ تر بلې ترينګلی کيږي او د ملکي وګړو مرګ ژوبله پر بشري مرستو منفي اغيزه درلودلې شي، د هغه په وينا د منځني ختيځ د بدو حالاتو له امله به په نړۍ کې اقتصادي برخه په پراخه کچه اغېزمنه شي.
هغه همداراز په ايران کې د نجونو پر ښوونځي شوي بريد چې په پايله کې ماشومانو ته مرګژوبله اوښتې وه، اندېښنه ښودلې او هيله يې څرګند کړې چې امريکا دې د يادو برېدونو په اړه ژر تر ژره د خپلو څېړنو پايلې خپرې کړي.
ملګرو ملتونو همداراز د شخړې له ښکېلو خواوو غوښتي، چې نړيوال بشري قوانين دې مراعات کړي، ملکي وګړي او تاسيسات په نښه نکړي او شته ستونزې دې په ډيپلوماتيکو لارو هوارې کړي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس